No-IMG

موږ د جګړې قرباني ملت يو، او سوله زموږ لومړنۍ اړتيا ده

موږ د جګړې قرباني ملت يو، او سوله زموږ لومړنۍ اړتيا ده. موږ داسې سوله غواړو چې جګړه محوه كړي. موږ داسې سوله غواړو چې زموږ په هېواد كې ورور وژنه ختمه كړي. موږ د سولې تږي يو. دا ملت د سولې د كاروان ملګرى دى. سوله اړتيا ده. افغان ولس د سولې او جګړې تفكيك تر بل هر ملت ښه كولاى شي، ځكه د جګړې تريخ خوند يې څكلى، څوك چې زهر وڅكي بيا نو د شاتو مزه تر هر چا ښه محسوسولاى شي. موږ سوله غواړو؛ له سولې پرته زموږ د ملت د بقا تضمين ناشونی دی. هغوی چې پر دې مظلوم ملت او ولس يې زړه درد کوي، باید له جکړې لاس واخلي او د دې ژوبل او پرهرژلي ملت د بقا او پایښت په خاطر دې یو بل ته د دوستۍ او ورورۍ غېږ پرانيزي. څومره چې سوله ځنډېږي، همغومره د بې ګناه انسانانو د مرګ مير کچه لوړېږي، که د جګړې لوري رښتيا هم په دې ملت زړه سوی لري بايد اوربند ته غاړه کېږدي، له اوربند پرته سوله نشي راتلای

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک