مدعي د خدای ج عرش ته نده تللی!
خوست: له روزه د مخه زما وراره د خوست پوهنتون ته تلو په ځدرانو تنګي کې د ملی اردو یونیفورم کې کسانو تکسي موتر درولی و له سوارلیو يې پوشتنې کړې وې یو کس ورته ویلي چي مسافر مه زوروی یونیفورم والا ورته ویلي و ته څه کاره یې ؟ جواب کې ورته ویلي وو زه د ملی اردو کارمند یم .
وايی ته راکوز شه قومندان سره وغږیږه زما وراره ته یې هم ویلي و ته هم راشه لږ وړاندې بیولی و هغه دولتي کارمند ورته ویلي و قومندان مو کوم غره کې ناسته که څنګه؟ لدې سره سم یې د وهلو شروع په دواړو کړې وه دوه ساعته غره کې مزل پرې کړی و بیا یې هلته جدا جدا تحقیق ترې کړی و وراره مي ویل د هغه بل کس چیغې او فریاد مي اوریده خو لیده مي نه اخر کې یې چیغې هم ورکې شوې او زما د وراره یې د پوهنتون اسناد کتلي و ټول ورته څیرې کړي و او کوتکو لاندې اچولی و ډیر یې وهلی و وايې چي ماښام شو دوه کسانو د څیړیو ځنګل کې راوان کړم مبایل هم رانه واخیست ویل دلته کینه وايې څټ کې پیچکارۍ را چوخ کړه نور پوه نشوم سهار لمر څریکه راوهلې وه چي رابیدار شوم هیڅوک نه و واړه بکس کې جامې او اسناد مي شکیدلي شا او خوا پراته و سره راټول مي کړل او حرکت مي وکړ لږ مزل روسته لاندې ځدرانو تنګي سرک باندې موټر راوان و ځان مي سرک ته ورساو .
یو موتر راغلی لاس مي ورکړ په وینو ککړ وم راته و نه دریده لږ روسته بل راغی لاس مي ورکړ لږ تیر شو خو بیا راته ودراو وروختم هیچا تپوس ونکړ چي ولې داسې یې خیرت ده ښایسته مزل مو وکړ دوکانونه وو او ډریور ته مي وویل دلته کوزیږم وبښه پیسې نلرم وايي ډریور صرف دومره وویل پروا نکوي.
دوکاندار ته ورغلم وایی زیرک سړی و ژر پوه شوم ممکن هلته به دا واقیع ډیرې کیدې مالومات به یې درلودل اوبه راکړې مخ لاس مي ومینځل چاي راته واچاو بسکټ یې هم راکړل تلیفون مي ترې وغوښته چي کور ته زنګ وهم وایی انکار وکړ بیا مي ورته وویل زر(۱۰۰۰) افغانۍ قرض راکړه پیسې یې راکړې بیرته مي ورته ونیولې یو سیم کارډ او یو کریډت کارډ راکړه همدا سیم کارډ مي ددوکاندار تلیفون ته واچولو کور ته مي زنګ وواهه پلار یې ورته په قهر و چي تلیفون ولې بند کړی چي کله زوی ورته کیسه کړې وه پلار يې په غصې پښیمانه وو .
بیا کوم موتر کې سپور شوی و چي ګردیز ته مي ورسوه دوکاندار ته یې ویلي و پیسې درته رالیږم هغه ورته بښلې وې ګردیز کې یې د پلار کوم دوست اډه کې ورته ولاړ و دریور ته یې کرایه ورکړې هلک ځان سره بیولی و صبا تر کابل تکسي کرایه کړې وه پیسې یې هم ورکړې وې اخر کور ته ورسیدو شیخ زايد پوهنتون هم پاتې شو .
ما ټویټر کې او فیسبوک کې سهیل شاهین ، عباس ستانکزی او ذبیح الله مجاهد سره څو ځلې رابطه وکړه مال داسې وحشتونه کوی دا کوم اسلام او انسانیت شو؟ مال هلک تداوي ته ضرورت لري پیسې غواړم او مجرمین محاکمه کړی هلک لپاره عدالت غواړم درې واړو مړې سترګې نیولې وې جواب نه راکاو که کورونا حالت نه وايی خراب کړی دوحه دفتر ته ورتلم مال لږ سپینې سپینې ورته ووایم دوي لدې ظلمونو خبر ندي که ددوي په دستور تر سره کیږي؟ یو انسان نشه کې ځنګل کې یې واچوه تر سهار پروت وي دا فکر نکوې چي ځناور و نه خوري؟ داسې سلګونه پیښې هره میاشت کیږي بیګناه خلک زورول کیږي دا باید رسنیزې شي ترڅو د امارت مشران خبر شي ولس خبر شي د ډلو سمون حتمي ده. هغه ورځ خوست کې ۷ کسان مسلمانان د ملي اردو یونیفورم په کارولو سره شهیدان کړل شوو دا د یونیفورم والا قاتلان څوک و ؟ طالبان که دولتیان؟ ترڅو دا وحشت ؟ د یو کور ۵ کسان چا شهیدان کړل ؟ د لوګر التمور کې د یوه کور غړي تورسرې او ماشومان چا شهیدان کړل؟ د چا لپاره؟ خدای خو هم دانه مني موږ پوهیږو که اجرتي او کرايي قاتل نه پوهیږې طالبان او دولت دواړه مسول دي مذاکراتو کې خبره د ۶۵ ٪ جغرافیه کوې خو مسولیت نه منې؟ بل طرف دعوه د حکومتوالۍ کوي خو مسولیت نه منې اخر چا ووژل؟ که تاسو نه یې خو مدعي د خدای ج عرش ته نده تللی یا د دولت سیمه کې دي یا د طالبانو.
