No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبانو د هلمند څلورمه امنیتي حوزه تر جګړې وروسته نیولې ده.

ځايي سرچینې وایي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه پر څلورمه امنیتي حوزه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې تر دغو نښتو وروسته طالبانو یاده حوزه نیولې.

‏د هلمند د ولایت مقام او چارواکي د څلورمې حوزې د نیولو خبر نه دی تائید کړی.

همدا راز د هلمند د ولايتي شورا رییس عطاالله افغان وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له درنې جګړې وروسته د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د طالبانو له خوا ونیول شوه او نښتې لاهم دوام لري.

ښاغلي افغان په دې اړه وویل:«د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه یا د باباجي سیمه د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې ده او افغان امنیتي ځواکونو شاتک کړی او د چاه انجیر په سیمه کې چې د باباجي سیمې په ګاونډ کې دی، هلته جګړه روانه ده

: ‏گردهمایی زنان درکابل؛ دست‌آوردهای زنان قربانی صلح نشوند.

: ‏عبدالله: برگشت طالبان همانند سال‌های پیش از ۲۰۰۱ در روند صلح مطرح نیست.

: ‏سرپل کې یوې چاودنې د ملي پوځ ۱۰ تنه سرتېري او درې تنه ولسي وګړي وژلي دي.

: ‏فردوس فرامرز، سخنگوی پولیس کابل می گوید که صبح امروز یک دانش آموز پس از یک مشاجره لفظی از سوی یک دوکاندار در ناحیه پنجم شهر کابل، با شلیک گلوله کشته شد. آقای فرامرز می گوید که عامل رویداد بازداشت شده است.

: ‏وزارت صحت عامه از ثبت ۹۶ رویداد تازۀ ویروس کرونا در ۲۴ ساعت گذشته در کشور خبر می دهد.

آمارهای این وزارت نشان می دهند که در این مدت، ۴ تن در نتیجه متبلاشدن به ویروس کرونا جان باختند و ۵۰ تن دیگر بهبودیافته اند.

: ‏وزارت امور داخله: حاجی عبدالقیوم، رییس اتحادیه صرافان ولایت بلخ از چنگ رباینده گان آزاد شد.

اوچندی پیش از شهر مزار شریف ربوده شده بود.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر اندرس‌ ون برانت سره کتلي. په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او دواړو لوریو د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو مفصلې خبرې اترې کړې دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو او غلو د ډز کولو اجازه ورکړې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، اندرابي تېره شپه د کابل ښار له حوزو څخه د لیدنې پر مهال ویلي د کابل ښار وضعیت باید تغیر وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو هیڅ رحم ونه شي.

: ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له رییس او د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون له مشر رضا ارداکیان سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو پوره یو ساعت پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي. دواړو لورو همدا راز د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

: ‏رئیس‌جمهور آذربایجان: دولت ارمنستان مسئول تمامی این جنایات است. آذربایجان پاسخ تمام اینها را خواهد داد.

: ‏نقض آشکار آتش‌بس توسط ارمنستان و تداوم حملات به غیرنظامیان آذربایجان؛ ‏طی این حملات ارمنستان به آذربایجان 41 غیرنظامی جان باخته‌اند.

: ‏ترکیه حملات موشکی ارمنستان به شهر گنجه آذربایجان را محکوم کرد.

: ‏په پاکستان کې یوې محکمې د نواز شریف د حکومت او د هغه د ګوند د ګڼو غړو د غدارۍ د ثبت شوې دوسیې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. محکمې له نواز شریف پرته د هغه د ګوند ټولو غړو ته برات ورکړی دی خو نوموړی یې لا هم تورن بللی او په راتلونکو محکمو کې یې د هغه په اړه د پرېکړو کولو خبر ورکړی.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د چین د يون نان په تنګ چونګ ښار کې کې کتلي دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په خپل اوږده راپور کې امریکا کې د کورنیو جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. راپور کې راغلي، ښي اړخي د امریکا په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډوډیو په لټه کې دي چې دا چاره به د ټاکنو پر مهال وضعیت  پېچلی او د کورنیو جګړو لامل شي.

: ‏جمهوري غوښتونکي سناتور ټیډ کروز خبرداری ورکړی دی چې که چېرته په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ناکام شي په دغه هېواد کې به د وینو ویالې وبهېږي.

: ‏د عراق د ګډو عملیاتو قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا په ګډون ټول نړیوال ځواکونه مجبور دي چې په ټاکل شوې نېټه له دغه هېواد څخه ووځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک