No-IMG

د پاکستاني ویزو په اړه

حاجي معراج

 

دا چې د لوی ننګرهار نفوس ډېر زیات دی او د هرې ورځې په تېریدو سره نورهم زیاتیږي، سربېره پر دې ننګرهار یو تجارتي ولایت او د خیبر پښتونخواه سره ګډه پوله لري، نو له همدې امله د تګ راتګ اړتیاوې پکې تر هر بل ولایت زیات لیدل کیږي.

حکومت باید یوازې د مشرقي ولایتونو وګړو لپاره د ویزو اسانتیاوې برابرې کړي ، نور ولایتونه لکه پکتیا ، پکتیکا او غزني دې مرکز سره وصل کړي.

د اسلامي او انساني کراماتو په پام کې نیولو سره د ننګرهار ولایتي اداره دې پاکستان قونسلګرۍ سره په همغږي داسې یوه طرحه جوړه کړي چې هیوادوال مو په ځانګړي توګه سپین ګیري، تورسري او ناروغان د روان ژمي یخ موسم کې له کړاوه خلاص وي ، که تورخم کې ناروغانو لپاره د ویزو بندوست وشو دا به ‌‌‌‌‌‌ډير ښه او پر ځای اقدام وي.

بله داچې جلال اباد کې د پاکستان قونسلګری دې د قونسلي سیکشن سټاف یا کارکوونکي زیات کړي، څو د ویزو د صادرولو ظرفیت لوړ شي.

همداشان د پاکستان قونسلګرۍ دې د یو ګاونډي هیواد په توګه د ویزې ډیوریشن یا مدت د شپږو مياشتو پر ځاې یو کال لپاره وغځوي څو هغه خلک چې هر شپږ میاشتې وروسته قونسلګرې ته راځي کال وروسته به راشي.

دا چې د ژمي یخ موسم راروان دی قونسلګری او اړوند کمیسیون دې باید مراجعینو نه هره ورځ ټول پاسپورتونه راټول کړي، د بېرته ورکړې لپاره دې یوه ټاکلې نیټه او ورځ وښایي، دې سره به هم شته ګڼه ګوڼه ختمه شي او هم به د کمیشنکارانو او لوټمارانو مخه ونېول شي.

په اخره کې ولایتي اداره دې باید د ښځینه وو مراجعینو کیناستو او نورو ضرورتونو رفع کولو لپاره سر له همدا اوس نه لاس په کار شي، ځکه چې د تورسرو عزت زموږ د ټولو اسلامي او اخلاقي دنده ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک