اروپا کې د 4000 زیات مساجد فعال دي، اکثریت مساجد د ترک مسلمانانو دی بیا عرب او نور مسلمانان
افغانان هم اروپا کې تقریباً د 50 زیات فعال مساجد لري.
پرون د خپل جومات د جمعې خطبه، او وروسته د فاتحې دعا برنامه وه.
- د کرونا تدابیر سره جومات د جمعې او نورو 5 وخته لمونځ ادا کولو لپاره فعال ساتلی. مشکلات شته خو الحمدلله قوي ارادې هم شته.
- زمونږ د جومات مقتدیان د افغانانو تر څنگ،عرب، ترک، افریقا، پاکستان، بوسنیا، البانیا، جرمنیان،،،، دی.
- الحمدلله زمونږ د جامع مسجد نوم هجرت دی. نه قومي تعصب او نه مذهبي تعصب. نه افراط او نه تفریط. بلکې اعتدال
اکثریت ځوانان په شوق راځي.
- د جومات مالي او نورې چارې مکمل شفافیت او حکومت ته کال په کال پاک حساب وړاندې کیږي.
- یوه روپی د بیت المال ته په ډیر ارزش قایل یوو.
مونږ په خپل کوچنی ښار کی تقریبا څه کم دوه جریبه ساحه کې یو جومات لرو چی قیمت یی یو میلیون یورو ته رسیدلی دی.
- په اسلام مینو افغانانو په نقدي مرستو لس، شل، سل او زر،،، یورو را ټولی کړي او دا ځای اخیستی دی.
- دجومات موجودیت هر ځای کې مهم دی خو اروپا کې لازمي دی.
- همدارنگه افغانستان کې څوک چې د اسلامي گوندونو د مشری او رهبری ریښتينی دعوی کوي په هغه باندې د جومات لرل، او د امامتی او خطبې او اسلامي دعوت ورکولو دنده ډیر ضرور او مهم دی. که دا نشي کولی
نو بیا ناقصه مشوره د خپل اسلامي گوند نوم په قومپال او ډیموکراتیک گوند تبدیل کړي.
- تقریبا اروپا کې اکثریت مساجد دعبادت تر څنگ د مسلمانانو لپاره د دعوت مراکز دی .
اروپا کې د مساجدو لرلو لپاره
لمړی یو انجمن یا اتحادیه حکومت کې راجستر شي. بیا اساسنامه ولري.
- مونږ راجستر شوی اتحادیه لرو.
شوری، انتخابات، مسئولین، دفتر .
- حق العضویت د میاشتی 30 یورو اضافه تر 50،100،150 یورو میاشتنی مرسته د هر نفر لخوا ورکول کیږی.
د لسو، شلو یورو مرستې د بااحساسو مسلمانانو لخوا همیشه وي.
د جومات په اخيستلو کې د جرمني ټول ښارونو میشتو افغانانو. او انگلستان، هالینډ، بلژیک او نورو افغانانو برخه اخیستی ده.
زمونږ جومات د پنځه وخته لمانځه ترڅنگ
د جمعې لمونځ، ماشومانو ته تعلیم، ځوانانو ته درس، فاتحه، ولیمه، اخترونو لمونځونه، د ځینی کورنۍ مشکلاتو، تربیه، د مسلمانانو د اجتماع ځای، اسلامي هویت، مړی او جنازې مسایل.
د نوی مسلمان شوی کسانو ته، ځینې وخت د مکاتبو لخوا جرمني شاگردانو ته د مساجدو ښودل، د اسلامي تعلیماتو ښودنو مرکز.
یقیناً جوماتونه د روحي او معنوي قوت لپاره اهم ځای دی.
مونږ د افغانانو ته ترجماني او نورو مرستو سهولت یا لارښونه.
- همدارنگه هېواد کې د بیوزلو هېودالو سره د مرستو لیږلو تشویق.
-مونږ جومات کې امام نلرو اما پنځه وخته جماعت لمونځ او هر جمعه د خطبې بیان لرو.
مونږ ترتیب داسې نیولی دی هر ځوان او مسئول د جومات باید د امامتی او لمانځه، تعلیم او د جومات خدمت کې پاتې رانشي. الحمدلله ډیر ښه کار روان دی.
دا احساس د حق العضویت ورکولو او د جومات خدمت او تعلیم یو عادي او مهم کار بلل شوی دی.
په اول وخت د دوه روپیو ورکول هم ډیر گران او مشکل وو. اوس الحمدلله مشکل کم شوی دی.
-جرمني کې د لمړی ځل لپاره د افغانانو یو جومات 35 کاله مخکې د حزب اسلامي مسئولینو لخوا افتتاح شو.
- الحمدلله اروپا کې د جمعې ورځ هر جومات د بااحساسو ځوانانو ورونو او خویندو څخه مکمل ډک وي.
با احترام
