No-IMG

ټرمپ تر اعلان وروسته؛ ناټو وایي، یوځای راغلي وه، یوځای به ځو

د عزم خبري آژانس د راپور له مخې وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې د راتلونکي نوي میلادي تر کرسمس پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه راوباسي؛ تازه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دې اعلان ته غبرګون ښوودلی او په یوه پیغام کې یې ویلي چې « د ناټو ټول غړي هیوادونه به افغانستان له امریکا سره یوځای پریږدي.

سټولټنبرګ ویلي چې د ناتو غړي به له افغانستان څخه د وتلو د نیټې په اړه په ګډه سلا مشورې کوي. کله چې ټاکلی وخت راورسید، “موږ به یوځای وځو. ”

بلخوا طالبانو د ټرمپ د دې اعلان تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «اسلامي امارت د دغه اعلان هرکلی کوي او داقدام د اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د توافقنامې د عملي کولو په کار کې خورا مثبت ګام بولي. »

طالبانو وایي چې دوی هم د توافقنامې مندرجاتو ته ځان ژمن بولي او په راتلونکي کې د امریکا په شمول له ټولو هيواودونو سره د “ښو او مثبتو”اړیکو هیله لري.

د یادونې وړ ده چې نن سهارد امریکا جمهور رئیس ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې لیکلي وه، “موږ باید د خپلو زړورو سړیو او ښځو پاتې کوچنۍ ډله هم- چې افغانستان کې خدمت کوي- تر کریسمېس پورې هېواد ته ستانه کړو. ”

بلخوا بیا د رویټرز خبري اژانس د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له قوله راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د راتلونکي کال تر لومړیو پورې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته ټیټوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې اوس یې افغانستان کې د ځواکونو شمېر تر پنځو زرو کم شوی دی او تر راتلونکي اپرېل پورې به ۲۵۰۰ ته ټیټ شي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک