No-IMG

اشرف غني لمړی باید د قرآن تلاوت زده کړي

شرم دی د اشرف غني لپاره او د هغه ټیم لپاره.

په یوه مرکه کې اشرف غني طالبانو باندې غږ وکړ چې د امریکا د تړون په ځای باید د قرآن او سنت باندې سیاسي مشکل حل کړو.

د طالبانو ویاند لخوا یوه ډیره خوندوره  څپیړه د اشرف غني او د هغه د ملگرو په مخ ورکړه.

ورته یی وویل: اشرف غني دی  لمړی د قران تلاوت زده کړی بیا دې نورو ته وړاندیز کوي.

 که چیری اشرف غني او د هغه معاون امرالله صالح او د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر او نورو تالي څټو یې حیا درلودای، نو همدا شرم یې بس وو.

فکر کوم چې اشرف غني او د هغه ملگرو خپل ټول حیثیت د لاسه ورکړی.

په پکتیکا اشرف غني د خلکو په وړاندې په ډیره سپین سترگی دعوی کوي ما ټول افغانستان جوړ کړ. او بیا مخامخ کسان مخاطب کوي د خپلې خبرې د تائید د هغوی اخلي.

تاسې نه  پوهیږي چې ما ټول افغانستان آباد کړی؟

متاسفانه په غونډه  کې یو نر نه وو چې اشرف غني ته یې ویلی وای: آیا تا ته دا ناست کسان احمقان ښکاري؟

تا خو ټول افغانستان تباه کړ، تا خو قانون ختم کړ،  تا خو د جنگ او بدبختیو په ټغر ټول بیچاره او مظلوم اولس کیناوه.

تا خو سوله په ځای جنگ غوره کړي.

تا خو حکومت واگی مفسدو کړیو ته ورکړی دی.

ته خو نه دین لری او نه حیا.

اوس دا جرات هم کوې چی ما ټول افغانستان جوړ کړ، یوه پکتیکا پاتې ده.

افسوس دی د هغه چا په حال باندې چې لا اوس هم د اشرف غني د حکومت په دوام باندې اصرار کوي.

اوس هیڅوک حاضر ندی حتی غربي باداران یی هم د اشرف غني په حکومت او دوام شرمیږي د هغه ختمیدل غواړي.

متاسفانه ځینې زمونږ دوستان اوس هم د اشرف غني تر څنگ بقا لټوي.

پخوانی خو فرق نه کوي.

اوسنی شرایطو کې د اشرف غني پټه پلوی ته ملا تړلې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک