جهان و تمدن اسلامی

د یوه عباسي خلیفه حکیمانه پرېکړه

   عباسي خلیفة "القادر بالله*" یوه شپه د بغداد ښار کې ګرځیدی، نو د یوه سړي خبرې یې واوریدلي، چې بل ته غږیدی، ول د دې  بدمرغه (القادر بالله) پاچاهي به کله ختمیږي، ده خو هیچا ته خیر ونه رسوه. خلیفة خپل خادم ته وویل چې ورشه هغه کس راوله، هغه یې راوست او د ده مخته یې ودروه، خلیفه هغه وپوښتی چې دنده مو څه وه؟ هغه وویل: زه د پخواني حکومت جاسوس وم، د خلکو حالات به مې حکومت او امیرانو ته رسول. خو چې امیر المؤمنین القادر بالله، خلیفه شوی، زموږ کار یې راختم کړی او زموږ معاشونه هم دریدلي دي.    خلیفه هغه ته وویل: ته د ښار نور جاسوسان پېژنې؟ هغه ول هو، خلیفه خپل کاتب راوغوښت او د ښار د ټولو جاسوسانو نومونه یې ورنه ولیکل، سبا یې ټول جاسوسان خپل دربار ته وروغوښتل، ټول...
نور ولوله

د دعوتګر عبدالرحمن السميط جالبه او نادره کيسه

د یو کلي په اړه یې واوریدل چې اسلام نه دی ور رسېدلی، د ورتګ هوډ یې وکړ، ملګرو یې وویل: - نه شو کولی! زموږ او د کلي ترمنځ سیند دی چې له مګرمچانو( تمساح ګانو) ډک دی. ده وویل: - ما ورولی زه مسئولیت پر غاړه اخلم. موږ په سیند ورتېر شو، هرې خوا مګرمچان تاوېدل، کلي ته ننوتلو، خلک حیران شول، ویې ویل: دلته څنګه راورسېدئ؟! ومو ویل: -الله وساتلو ځکه چې د هغه دین خپروو! اسلام مو ورته شرحه کړ مشر یې راته وویل: -  موږ یو شرط لرو، که دې ...
نور ولوله

فرانسوي سمندري ساینس پوه ژاک کوستو رحمه الله

▪د هغه نوم یې واخیست، د صفونو له منځه راولاړ شو، د دریځ لور ته ارام روان شو، له هرې خوا نه ورته د مینې او تعجب لیمې ځیرې دي، دا یو ستر سمندري ساینسپوه دی، په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، څيړنې یې کړي او د نویو اکتشافاتو ویاړ لري. . ▪د خطابې د دریځ تر شاه ودرېده، داسې کلمات یې زمزمه کړل چې یوازې پرې مسلمانان پوهېدل، ټول ناست پوهان حیران شول، هغه مهال یې چېغې کړې چې کله یې خبرې په فرانسوي ترجمه شوې...په علمي اکاډمیک چاپیریال کې یې وشرنګېدې، په ټول واک او ځواک یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله بلې ... د شلمې پېړۍ په سمندر پوهنه کې تر ټولو مشهور او اوڅار عالم ژاك كوستو- مسلمان شو ولې مسلمان ش...
نور ولوله

تاریخ ما تلخ نیست!؛ نگاهی به تاریخ اسلام و مسلمانان!

نوشته: دکتور محمد عمّاره ترجمه: بصیراحمد مبصّر   دکتر محمد عِماره متفکر معاصر مسلمان می‌گوید: روزی در یک همایش بزرگ در گوشه‌ای نشسته بودم که یک جوان سکولار روی به من نموده و بی‌مهابا و تمسخرآمیز گفت: من از کتاب‌ها و نوشته‌هایت چنین برداشت نمودم که تو در صدد تطبیق احکام شریعت هستی و می‌خواهی ما را به گذشته برگردانی، درست است!؟ من نیز پرسش‌گونه در پاسخ‌اش چنین گفتم: کدام گذشته؛ گذشتۀ سیاسی: • شاید هدف تو از گذشته صد سال پیش باشد، آن‌گاه که سلطان عبدالحمید ثانی بر نصف کرۀ زمین حکم می‌راند! ...
نور ولوله

د عثمانيانو د دورې جالب عادتونه

زاهد جلالي   اوبه او قهوه: کله چې به مېلمه چا کره ورته نو له قهوې سره به يې يو ګيلاس اوبه هم ورته راوړې. که مېلمه له قهوې څخه مخکې اوبه څښلې نو کوربه پوهېده چې مېلمه وږی دی، نو ډوډۍ يې تياروله. او که به يې قهوه لومړۍ څښله نو معنا دا وه چې موړ دی. سره او زېړ ګلان: کوم کور کې به چې څوک ناروغ وو، نو د کور مخې ته به يې زېړ ګلان ېښودل. د دې معنا دا وه چې ګاونډيان او نور خلک چې پر کوڅه تېرېږي نو بايد شر و شور جوړ نه کړي او ناروغ نارام نه کړي. خو که به د کور مخې ته سره ګلان اېښودل شوي وو، د دې معنا دا وه چې دلته کومه نجلۍ د واده عمر ته رسېدلې ده. يعنې که څوک د خېښۍ اراده لري ورتلای شي او بل هدف دا و چې د کور مخې ته څوک نامناسبې خبرې ونه کړي...
نور ولوله

د مستشرقینو د منافقت یوه بېلګه

    مستشرقینو د اسلامي تاریخ په سترو شخصیتونو کې خامخا خپل منافقت ښکاره کړی او د هغوی د بدنامه کولو په اړه یې له دجل او منافقته کار اخیستی. لکه د عباسي خلیفه هارون الرشید رحمه الله د اسراف او بد خرڅي په اړه یې یو ځای لیکلي: د هغه په دسترخان به د یوه کوچني لوښي خوړو قیمت دوه سوه درهمه و! اوس دا کیسه دوی همدومره راخیستې ده او اصلاً دا کیسه مشهور مسلمان مؤرخ المسعودي داسې راخیستې ده:     هارون الرشید د خپل ماما کره میلمه شو، هغه مختلف خوراکونه ورته تیار کړل، په دسترخوان یوه کوچني لوښې کې وړه وړه غوښه ایښې وه ده پوښتنه وکړه دا د څه شي غوښه ده؟ اشپز ورته وویل: دا غوښه نه ده، دا د ماهيانو ژبې دي! چې د قیمت پوښتنه یې وکړه، اشپز وویل: دوه سوه درهمه! هارون الرشید ورته...
نور ولوله

د لویانو لویې سینې

    د اندلس مشهور محدث او عالم الغازي بن قيس (199هـ) رحمه الله مدینې منورې ته د زده کړو لپاره ولاړ، هلته یې لومړی له امام مالک رحمه الله نه درسونه پیل کړل، دې لومړیو شپو ورځو کې یوه ورځ نبوي جومات کې ناست و، چې ابن أبي ذئب رحمه الله راغی او د جومات له دوو رکعتونو کولو مخکې د ده خواته کېناست، الغازي ورته وویل: پاڅه دوه رکعته وکړه، جومات ته ننوتل او دوه رکعته نه کول؛ جهل دی. څو نورې پوچې خبرې یې هم ورته وکړې. ابن ابي ذئب پورته شو، دوه رکعته لمونځ یې وکړ او کېناست.     امام ابن ابي ذئب رحمه الله چې لمونځ وکړ، د جومات یوې ستنې ته یې ډډه ووهله او د درس لپاره خلک پرې راټول شول، الغازي بن قیس چې د ده حالت ولید؛ وشرمیدی او سخت پښېمانه شو. له چا یې د هغه پوښتنه وکړه، ...
نور ولوله

د مسلمانانو د اته (٨) سوه کلن حکومت کولو راز !

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته ٸې په هوسۍ پسې غشى وويشت خو کله چي د ښکار په طرف ورغلو نو هلته ٸې وليدل چي يو ښايسته ځوان د هغه په غشي لګيدلى دى او په خپلو وينو کې تړپېږي تر دې چي لږ ساعت وروسته هغه ځوان مړ شو، قطب الدين ايبک ډېر سخت خفه شو د معلوماتو له کولو څخه وروسته ورته معلومه شوه چي نوموړى ځوان د نېږدى کلي اوسيدونکى وو او د يوې سپين سرې مور وروستۍ هيله او اميد وو، ځوان ځنګل ته لرګيو پسې راغلى وو، هغه ٸې خرڅول او خپله او د خپلې مور خيټه به ٸې ورباندي ساتله. قطب الدين ايبک د هغه ځوان جسد راواخيست او د هغه د کور په طرف روان شو، کله يې چې مور سره ملاو شو او دا ٸې ورته وويل چي په غلطۍ کي راڅخه ستا زوى په غشي ولګيده او مړ شو نو سپين سرې مور يوه چيغه وکړه، په زمکه راپرېوته او بې ...
نور ولوله

هرمن، او سلطان ایوبي!

د عکا تر فتحې وروسته سلطان صالح الدین ایوبي ته خبر ورکړل شو چې یو ډېر مهم صلیبي نیول شوۍ دی، هغه وویل څوک دۍ!؟ ځواب ورکړل شو چې هرمن جرمنی د علي بن سفیان په څېر د کمال خاوند او د استخباراتو ادارې مشر دۍ، هرمن جرمني په فلسطین کې د مسلمانانو خلاف دومره ورانکاري کړې وه چې زیاتو مسلمانانو پېژانده، کله چې عکا/عکره ونیول شوه هغه د خپلو ورانکارو نجونو سره یو ځای د تېښتې په حال کې ٶ چې د یو مسلمان څارونکي پرې سترګې ولګېدې، هغه د اطرافي او قبایلي خلکوجامې اغوستې وې، او نجونو ته یې هم هماغه ډول جامې کړې وې؛مسلمان څارونکي یو قومندان ته وویل چې دا هرمن دی او دا نجونې هم شکمنې ښکاري هرمن نېغ سلطان صالح الدین ایوبي ته وروستل شو، خو سلطان ایوبي ورسره د دښمن په شان نه بلکې د یو مېلمه په حیث چلند وکړ، هغه ته یې سمدستي شربت ورکړ...
نور ولوله

د لس زره مېرمنو ژوند لیکونه

    دا کتاب (الوفاء باسماء النساء) نومیږي، چې د هند د مشهورې مدرسې ندوة العلماء یوه عالم، دکتور مولانا محمد اکرم ندوي په (43) ټوکه کې لیکلی ده. په کتاب کې د (10000) هغو مېرمنو ژوند لیکونه راغلي دې چې د نبوي حدیثو راویانې دي! نوموړي دکتور دا کتاب په (15) کاله کې تصنیف کړی دی. د دې کتاب د تصنیف لپاره یې د اسلامي او عربي نړۍ ګڼ شمېر کتابخانې راچڼلې دي، څرنګه چې نوموړی مولانا د اکسفورډ فارغ دی نو د اروپا مختلفې کتابخونې یې کتلې دي.    زموږ ځینې فتواګانې باسي چې ښځه دې ان د دیني علم لپاره هم له کوره نه وځي! نور خو لا پریږده، په دې اړه له شرعي دلایلو راپه دېخوا، اسلامي تاریخ کې دې لس زره ښځو هم د دوی د فتوی خلاف ګامونه اخیستي دي! الله دې عفوه ورته وکړي او الله دې جنتون...
نور ولوله

د خلافت راشده د یوه چارواکي اخلاق!

    د بنو عبس قوم یو سړی د مداین ښار ته ولاړ، بازار کې یې د کور لپاره ډېر سامان واخیست، نو له خپل کوټه سامان سره د پنډي په انتظار ودریدی، چې تر معلوم ځایه یې ورسره یوسي. په دې چې ویې کتل هلته بازار کې یو سړی ولاړ و، ګومان یې وکړ همدا به پنډي یي، ورناره یې کړه چې الله دې رحم درباندې وکړي، راشه دا سامان راسره یوسه.     سړی راغی د العبسي سامان ته یې اوږه ورکړه او عبسي څنګ ته ورسره روان شو، عجیبه دا وه چې دوی دواړه به بازار کې پر خلکو تېریدل، خلکو به پنډي ته سلامونه کول او ورته ویل به یې: ابو عبد الله پر تا دې سلام وي. (السلام علیک يا أبا عبد الله)     د بنو عبس قوم سړي چې ولیدل د مداین ښار عام خلک له ده سره روان پن...
نور ولوله

هلته کليساوې ړنګې شوي دي

سيداکرام سعيدي   د کليسا زنګ وکړنګېږي، يو د پخو مټو قوي ځوان پۀ جنګي لباس کې پادري ته خم شي، ورته وايي: سپېڅلی پلاره! اندلس ته ځم، خبر شوی يم، هلته کليساوې ړنګې شوي دي، د صليب توغ ويجاړ شوی دی، مونږ بايد بېرته بيزنطين پر خپلو پښو ودروو. پادري ورته دعاء وکړي، د کليسا تر دروازې يې رخصت کړي. اندلس ته لاړ شي، د البسين پر چوک د هلال بيرغ رپېږي، د الحمراء پر ماڼۍ د "لا غالب الا الله" پردې رپېږي، د سيرانويدا پۀ وراورينو څوکو د تکبير زمزمه غږېږي، هلته رادرک نۀ ؤ، د هرقل څلی ړنګ ؤ، د صليب نغارې د تکبير پۀ ملکوتي غږونو کې خپ وې، ځوان پۀ ژړا شو، نزدې يوې زړې کليسا ته ننواتۀ او د لرګي پۀ تنه ځوړندې مجسمې ته يې ډېرې اوښکې توی کړي. يو زوړ ب...
نور ولوله

اهانت به الاقصی خیانت به خُدا و رسول و اسلام است

فرزندان خویش را تعلیم دهید و بفهمانید که : - احاطه شده به رنگ سرخ : ساحه حرم مسجد الاقصی' است . - احاطه شده به رنگ سیاه : مسجد قبلی است . - احاطه شده به رنگ آبی : مسجد (قُبه صخره) است . - به فرزندان تان آموزش بدهید که بامسجدالاقصی' ، القدس وفلسطین مُحبت داشته باشند . -  به فرزندان تان تعلیم دهید که الاقصی' قبله اول مسلمانهاست . -  به فرزندان تان تعلیم دهید که الاقصی'...
نور ولوله

د دکتور المشرقي او سر جامس مجلس

د الله تعالی د جلال او عظمت یادونې     دکتور عنایت الله المشرقي* روایت_کا: د کال: 1909م کومه ورځ وه، شړقنده باران وریده، د څه کار لپاره له کوره ووتلم، چې د فلکیاتو وتلی ماهر او د کامبرج پوهنتون استاد سر جامس جینز * (James Hopwood Jeans) مې ولید، انجیل او چترۍ یې تخرګ کې نیولي و او کلیسا ته روان و!     دکتور المشرقي زیاتوي: زه ورنږدې شوم او سلام مې ورته وکړ، خو هغه ځواب رانه کړ! بیا مې چې سلام پرې وکړ راته کړه یې: وایه! څه رانه غواړې؟ مال ښاغلیه! غواړم دوه پوښتنې درنه وکړم، یوه دا چې په دا سخت باران کې دې چترۍ ولې په تخرګ کې نیولې ده؟! هغه موسکی شو، دستې یې چترۍ خلاصه کړه او پر سر یې ونیوله. &...
نور ولوله

د عمر بن عبد العزیز لوړ همتي

    عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته د هغه غلام مزاحم د ده د اولاد په اړه وویل چې هغوی به ستا له مرګه وروسته هیڅ نه لري، ځکه تا هغوی ته هیڅ شی نه دې پرې ایښي، هغوی به اینده کې له لوږي او خورا سخت ژوند سره مخامخ شي، هغه ورته وویل: مزاحمه! ما ته الله له مینې او شوقه ډک زړه راکړی دی، چې دنیا کې کوم شی ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. او غواړم هغه هم ترلاسه کړم.     عمر زیاته کړه: ماشومتوب کې مې علومو سره مینه وه، لکه حدیث او د عربي علوم،  هغه مې چې څومره غوښتل ترلاسه مې کړل، بیا مې امارت ترلاسه کولو ته شوق پیدا شو او د مدینې امیر وټاکل شوم، امارت کې مې ښو جامو، ارزښتناکو عطرونو او د دنیا نورو ښکلاوو  سره مینه وه هغه مې دومره تر لاسه ک...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک