تعليم او تربيه

ښوونکی

یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه: _ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟ زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ: – موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو. د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم! دا به رشتیا وایي؟! ماته فکر راولوید: " د اقتصاد، پوهې او تکنالوژۍ له پلوه په یو پرمختللي هیواد کې د معلم په اړه دومره بې تفاوتي"؟! له زدکړو وروسته یوه ورځ، جاپاني ملګري د مېلمستیا بلنه راکړه. دا چې کور یې...
نور ولوله

حکومت چلول او تعليم

که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين ډاکټران، فلسفيان او د ساينسدانانو ولسمشران ټاکل مهم ول نو. د نړۍ پرمختللی او نړيوال ځواک پاچا به ټرمپ غوندې بې عقل سړی نه ؤ بلکې په نړيواله سطحه مشهور مفکر نوم چومسکي، کارنل ويسټ، دينيل ډانيټ، مارتا نيسبيوم. او داسې نور سلګونه امريکايي فيلسوفان، ساينسدانان، او مفکرين به پاچايان ول نه ټرمپ، بوش، اوباما، کلنټن، او جو بايډن. که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين، فلسفيان ډاکټران او ساينسدانان ضروري ول نو د نړۍ پر مختللي هيواد بريتانيا کې به کاومي انتوني اپيا، سيمن بليک برن او نور لسګونه ژوندي ساينسدانان او مفکرين خو پرېده، هلته لسګونه نرو ساينسپوهان، او مفکرين شته نو بيا ولې د بوريس غوندې کم عقل د بلير غوندې احساساتي ولې مشران شول...
نور ولوله

د شرعی علم مینه والو ته څو مهمی سپارښتنی

عمر عماد   ۱- ځان د علم په تنګ چوکاټ کی مه رابندوئ ، او هڅه وکړئ چه ددی تنګ چوکاټ پر ځای د علم پراخ ډګر ته را اوځئ . ۲- کوښښ وکړئ چه معلومات مو موسوعی کړئ ، یعنی یوازی په یو فن کفایت مه کوئ ، ځکه چه ټول شرعی علوم یو د بل سره نه شليدونكي اړیکی لری ، او پیل د ټولو علومو پر اساساتو وکړئ . ۳- که هر څومره ممکن وی د یو مذهب په کتابونو بسنه مه کوئ بلکه شرعی مقارن علم ته مخه کړئ ،چه الحمد لله په ننی عصر کی لاس رسی ورته شونی ده . ۴- د شرعی علم د شاګرد لپاره د اصول فقه او علم مقاصد الشریعة لوستل او ځان...
نور ولوله

د انټرویو په هکله ځینې ټکي!

نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي. د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي. د یوې ښې CV په نتیجه کې، یو کاندید شاید شارت لست شي، چې کاندید ته بې له شکه، ښه لومړنی زېری دی. لېکن، شارت لست کېدل دغه معنا نه ورکوي، چې د دندې لاسته راوړل به تضمین کړي. دنده، د یوې کامیابې انټرویو په نتیجه کي لاسته راتلی شي. د یادولو وړ ده، چې ځینې خلک ا...
نور ولوله

ښه CV او د هغه ارزښت!

نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي. په هر صورت، د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي. په یوه CV کې باید هغه شی ولیکل شي، چې حقیقت ولري، او هېڅکله غلط معلومات پکې ځای پرځای نشي. یعنې، CV باید د یوه نفر د زده کړې او تجربې په هکله، ډېر کره او دقیق معلومات ولري. د یادولو وړ ده، چې د CV ټ...
نور ولوله

د مونوګراف لیکنه او دفاعیه!

تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم! د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې علمي مقالې لیکنه“ تر عنوان لاندې پخواه لیکل شوېده، او په ډیلي شهادت، او نورو وېب سایتونو کې، د تعلیم او تربیې تر عنوان لاندې خپره شوېده. په هغه لیکنه کې، د یوه مونوګراف د لیکلو په هکله هر اړخیزه معلومات وړاندې شوی دی. پدغه لیکنه کې د یوه مونوګراف د دفاعیې یا (Presentation) په هکله، دغه لاندې ټکي وړ...
نور ولوله

د استادانو مجلس!

په هغه پوهنتون کې چې زه ۲۷ کاله معلم وم، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځلې، د هرې شعبې استادان سره کیني، او د شاګردانو په هکله هر اړخیزه بحث کوي، او په نتیجه کې یې لازمې فیصلې کوي. د یادولو وړ ده، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي (نماینده ګان) هم فعاله برخه اخلي. د مجلس اجنداء، وخت، ځای، او نېټه مخکې له مخکې، ټولو استادانو او د شاګردانو نماینده ګانو ته د ایمېل پذریعه ور استول کیږي. د شاګردانو استازي، د هر ټولګي د شاګردانو له طرفه، په آزاده فضاء کې انتخابیږي، او دوی بیا د استادانو په ټولو مجلسونو کې ګډون، او فعاله ونډه اخلي. پدغه مجلسونو کې، استادان د درسي مضمونو په ټولو برخو کي، په غور سره بحث کوي، او کوښښ کوي، چې د یوه مضمو...
نور ولوله

د امتحان د سوالونو د جوړولو مرحلې!

د امتحان د سوالونو په جوړولو کې بايد له ډېر فکر او دقت څخه کار واخستل شي۰ ​​​د امتحان د سوالونو کيفيت د يوه شاګرد پوهه معلوموي۰ سوالونه بايد په روزمره  ژوند کې عملي جنبه ولري۰ همدغه سوالونه دي چې د شاګردانو آينده ژوند ټاکي۰ ​نو له ګرانو اومحترمو استادانو څخه هيله کیږي، چې د امتحان د سوالونو په جوړولو کې ډېره جدي پاملرنه وکړي۰   ​د انګلستان په پوهنتونو کې د امتحان د سوالونو جوړول څو مياشتې نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي: ​​ ۱ـ د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازم هدايات، او تعين شوی وخت په واضح ډول ليکل کيږي۰ ​۲ـ د مضمون استاد سوالونه او د هغه ښه واضح حل ترتيب کوي۰ ​​۳ـ ...
نور ولوله

د یوې علمي مقالې لیکنه!

نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journals) کې هم فرق شته. یا په بل عبارت، ځینې یې د ډېر، او ځینې یې د لږ څه کم اهمیت وړ وي. همدارنګه، په بین المللي کنفرانسونو کې هم فرق شته، او ځینې یې ډېر په  لوړه سویه وي. د مثال په توګه، د ...
نور ولوله

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!

د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي. غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم: د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپاره، دغه لاندې ځایونه په نظر کې نیسي. الف - ځینې محصلین د امتحانو په وخت کې، خپله تیاري د پوهنتون په کتابخانه کې سرته رسوي. د دوی دلیل دا وي، چې هلته، ټول لازم کتابونه موجود وي، او هم غالمغال نسبتاً کم وي. د دوی دغه خبره، د کتابخانې په هکله درسته ده، چې بېشکه کتابونه به وي، او په نسبي توګه، به غال...
نور ولوله

د شاګردانو په هکله ځینې معلومات!

په انګلستان کې د پوهنتون د شاملېدو دپاره، د افغانستان په څېر د کانکور ازموینه نشته. شاګردان، د کالج د نمرو په آساس پوهنتونو ته انتخابیږي. په انګلستان کې کالج دوه کاله ویل کیږي، او پدغه دوه کالونو کې شاګردان، د خپلې خوښې د مسلک په ارتباط مضامین انتخابوي. البته، د هر مسلک دپاره ځانګړي مضامین، او خاصې نمرې پکار دي. د کالج د دویم کال په شروع کې، شاګردان، د خپلې خوښې او استعداد په نظر کې نیولو سره، مختلفو پوهنتونو ته خپله درخواستي، د خاصې ادارې له لارې چې (UCAS) نومیږي، ورلیږي. شاګردان باید د درخواستۍ فورمې ډکې کړي، او د خپل مسلک د انتخاب دلیل په ښه توګه واضح، او د هغې په هکله شواهد هم وړاندې کړي. ددغه فورمو یوه مهمه برخه د شاګرد د استادا...
نور ولوله

د یوه مضمون تدریس کول !

د انګلستان په پوهنتونو کې د یوه مضمون د تدریس کولو د پاره، دغه لاندې ټکي په پام کې نیول کیږي: ۱- شاګردانو ته په لومړۍ ورځ د مضمون په حصه کې یو کلنی درسي پروګرام ورکول کېږي. پدې درسي پروګرام کې د هر لکچر عنوان او موضوع په واضح ډول سره ذکر شوي وي. ۲- استاد خپل کلنی درسي پروګرام د مضمون د موادو مطابق جوړوي، او د مضمون ټول مواد باید شاګردانو ته تدریس شي. ۳- د استاد د دفتر د تلفون شماره، د اطاق نمبر، او بریښنالیک هم شاګردانو ته ورکول کیږي، ترڅو شاګردان وکولای شي چې د ضرورت په وخت کې له استاد سره رابطه ونیسي. ۴- ...
نور ولوله

د پوهنې وزارت له لورې د ښوونځیو بیا پرانیستل کیدو لارښود اعلان شو

دا چې خبر یاست د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د دولتي ښوونځیو یولسم او دولسم ټولګي او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګي به د سنبلې له لومړۍ نېټې حضوري زده کړې پیل کړي. د پوهنې وزارت د لارښود پر اساس په ګرمو سیمو او سړو سیمو کې به ښوونځي د لاندې میکانیزم پر اساس پرانیستل کیږي: #روغتیایي لارښوونې: - ماسک کارول - د لاسونو مینځل - د زده کوونکو ترمنځ یو متر واټن ( د اړتیا په صورت کې به ټولګي تجزیه کیږي) - د لاس او غیږ ورکولو څخه ډده وشي. ...
نور ولوله

د شاګردانو نظر پوښتنه - دویمه برخه

د انګلستان په پوهنتونو کې، هر کال د یوې خپلواکه دولتي ادارې له خوا، د هر پوهنتون د آخري کال، د محصلینو څخه نظر پوښتنه تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې محصلین دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي، او پوهنتونونه پدغه نظر پوښتنه کې، هېڅ کوم واک، او لاس نلري. یا په بل عبارت، پدغه نظر پوښتنه کې، پوهنتونونه هېڅ نوعه مداخله نشي کولای، او دغې ته د پوهنتون بهرنۍ نظر پوښتنه هم ویل کیږي. دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې خپلواکې دولتي ادارې پواسطه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د دغې خپلواکې ادارې په رسمي وېب پاڼه کې نشر کیږي. هېره د نه وي، چې د پوهنتونو لیګ ټېبل (League Table) له همدغه نظر پوښتنې څخه تیار...
نور ولوله

د شاګردانو نظر پوښتنه! - لومړی برخه

په دغه پوهنتون کې چې زه معلمي کوم، د هر کال په آخر کې، د پوهنتون د یوې ادارې پذریعه، د هر مضمون په هکله، د شاګردانو نظر پوښتنه تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې شاګردان دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي. دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې ادارې پذریعه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د هر مضمون استاد ته استول کیږي. هېره د نه وي، چې دغه نظر پوښتنه، د یوه پوهنتون داخلي طرزالعمل دی، او پدغه نظر پوښتنه کې د شاګردانو نومونه، له استادانو پټ ساتل کیږي. په دغه نظر پوښتنه کې، شاګردان خپل نظرونه د لاندې ټکو په هکله، په آزاده فضاء کې، په لیکلي ډول سره وړاندې کوي. ۱- آیا د م...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک