محمد اسماعيل عندليب

No-IMG

محمد اسماعيل عندليب

د محمد اسماعيل عندليب لیکنی

د واشنګټن پوسټ خبر، خو لا هم ځينې خلک په ځينو لارو د تګ حق نه لري

د واشنګټن پوسټ خبر، خو لا هم ځينې خلک په ځينو لارو د تګ حق نه لري زما کيسه، زه په خپل کور کې پردی شوم نن په رسنيو کې دا خبره زياته اوړي را اوړي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو خبر وکړی چې د کابل ښاروالۍ د ښار بڼه بدله کړې ده، په کمو امکاناتو يې ډېر کارونه کړي دي، ښار ته يې ښکلا ورکړې، او څو اتيا پروژې يې پيل کړي دي. په دې راپور کې د ښار د ځينو واټونو خبره شوې ده، چې بند واټونه يې پرانيستي دي، او ښاريانو ته يې اسانتيا برابره کړې، دا رښتيا خبرونه دي، هغه څه چې د کابل ښاروالۍ يې اوس کوي، او کړي دي، په تېرو اوو کلونو کې ما د کابل په ښار کې نه دي ليدلي، يوازې د وزيراکبرخان مېنې کوم سرک يې چې رالوڅ کړ، او په بل يې کار روان دی، د هر چا زړه دعا غواړي. ...
نور ولوله

دا هم بې انصافي ده

اوس په هېواد کې يو داسې نظام قايم دی، چې تقريباً غوڅ اکثريت مشران يې د پخواني شوروي اتحاد د جهاد پر مهال د يو نه يو جهادي ګوند غړي وو، نږدې د طالبانو په هره اعلاميه کې د پخواني شوروي اتحاد په ماتې افتخار کېږي، او يادونه يې کېږي. له حکومت څخه دباندې او د حکومت پر مهال اوسنيو واکمنو (اسلامي امارت) هر کال پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د يرغل غندنه کړې، او بيا يې د ماتې د کليزې لمانځنه کړې ده. دايو جلا بحث دی، چې پخواني مجاهدين بيا په خپلو کې سره جوړ نه شول، هېواد ويجاړ پاتې شو، لاملونه به يې ډول ډول وي، خو په دې هېواد د هغوی احسان بايد هېر نه شي. د مرغومي شپږمه افغانستان ته د سرو پوځونو د ننوتلو د ورځې په توګه غندل کېږي،...
نور ولوله

اشرف غني يو ناکام سياستوال، يو علت

سياست ډېره پېچلې لوبه ده، هم ورننوتل سخت دي، او هم ترې وتل، په سياست کې له ښکېلتيا نيولې، بيا د سياست تر خوشې کولو پورې موده يې تر ټولو ستونزمنه ده، د پښتونخوا يو مخکښ سياستوال ولي خان هغه وخت ارام وموند، کله يې چې له سياست څخه پر ژمنه د وفا کولو په پايله کې څنډې ته شو. افغانستان هم خصوصاً وروستيو څلور نيمو لسيزو کې د ډول ډول سياستوالو شاهد و، اوس څوک د ظاهر شاه سندرې وايي، څوک په داودشاه مين دي، څوک ډاکټر نجيب اتل بولي، څوک بيا مسعود، حکمتيار او ځينې بيا ملا محمد عمر يا شیخ هبة الله اخوندزاده، د هر چا خپل نظر دی، خو دوی بيا ايا بريالي و، که ناکام؟ د سياستوال د بريا او ناکامۍ لاملونه خورا ډېر وي، چاپېريال، ملګري، حالات، ان له هېواده بهر د شرايطو منځ ته راتلل، خپل ليدلوری، مذهب، ...
نور ولوله

بدلون: د جمهوريت او امارت ورته کيسه

زموږ ځينې ملګري د پخواني حکومت پر مهال پنجشير ته روان وو، د پنجشير په دروازه کې له ډېرو تحقيقاتو او تالاشيو وروسته بالاخره ترې تذکره غوښتل شوې وه، له دې امله نه چې ګومان کېدو دا مسافر به افغانان نه وي، بلکې لامل دا و چې پنچشير ته د داخلېدو لپارخه داسې پروسه جوړه شوې وه لکه يو بل هېواد ته چې پر پوله اوړې. خېر که په دغې نادودو پسې ګرځو نو کتابونه به ليکو، د هغه مهال داسې کېسې ډېرې عامې دي، البته همدا چاره په امارت کې هم روانه ده، داسې برېښي چې د جمهوريت او امارت ځينې کيسې سره يو شان دي. نږدې څلور مياشتې مخکې مې يوه لنډه لېکنه کړې وه چې د هيواد جنوب ختيځو ولايتونو «پکتيا، خوست» ته د ختيځو ولايتونو اوسيدونکي د تګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي او...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک