No-IMG

دجال

ژباړه: اکرام واحدي

 

س: دجال چېرته اوسېږي؟

ج: په داسې یوه جزیره کې چې الله ج ته معلومه ده.

س: دجال چې را ووځي څو ورځې ژوند به یې وي؟

ج: ۴۰ ورځې.

س: د دې ورځو اوږدوالی به څومره وي؟

ج: اوله ورځ به یې د کال، دوهمه ورځ د میاشت، درېمه ورځ د یوې اونۍ او باقي ورځې به یې د عادي ورځو په څېر وي.

س: دجال سره به څه شی وي؟

ج: جنت او دوزخ  یا دوه نهرونه به ورسره وي په یو کې به یخې اوبه وي او بل کې جوش.

س: ایا د دجال جنت او دوزخ به حقیقي وي؟

ج: نه، بلکه جنت به یې دوزخ او دوزخ به یې جنت وي.

س: د دجال د تګ سرعت به څومره وي؟

ج: د باد په څېر به چټک وي، نبي علیه السلام فرمایي چې دجال به داسې وي لکه باران چې باد یې یوه او بله خوا وړي.

س: دجال کومو ځایونو ته نشي داخلیدلی؟

ج: څلور ځایونه (مکه معظمه، مدینه منوره، بیت المقدس او کوه طور).

س: څومره خلک به ووژني؟

ج: یو ځوان به مړ کړي او دا به د الله ج په نزد غوره شهـ.ادت وي.

س: د دجال شکل څنګه دی؟

ج: په یو سترګه ړوند دی، او د سترګو تر منځ یې ک ا ف ر لیکل شوی او دا به مسلمان ته ښکاري خو کافر به یې نه ګوري نو ځکه به د دجال پسې روان وي.

س: دجال به د چا په لاس قتل کیږي؟

ج: د الله ج نبي عیسی بن مریم علیه السلام په لاس.

س:  ایا له دجال هم لویه فتنه شته؟

ج: نه، نبي علیه السلام د ادم علیه السلام نه تر قیامته پورې دا لویه او خطرناکه فتنه بللې.

س: د دجال پیروان به څوک وي؟

ج: د اصفهان ۷۰۰۰۰ یهـ.ـودان (ایران) او ډېر پیروان به یې له زنانه ذات څخه وي. هر کس به کوښښ کوي چې خپلې ښځې په کورونو کې ایسارې کړي، خو چې کله دا نارینه بهر را ووځي تر څو خلک د دجال د پیروۍ نه منع کړي او بیا د دجال خبرې واوري نو اسلام به پرېږدي او کافر به شي. ځکه خو مونږ ته نبي علیه السلام د دجال نه د تېښتې او ځان ساتنې امر کړی.

س: دجال نه به څنګه نجات مومو؟

ج: د سورة کهف لومړني لس ایتونه حفظ کول او په هر لمونځ کې د سلام ګرځولو نه مخکې د دجال د فتنې څخه پناه غوښتل.

{ اللهم أنا نعوذ بك من عذاب جهنم ونعوذ بك من عذاب القبر ونعوذ بك من فتنة الحياة وفتنة الممات ونعوذ بك من فتنة المسيح الدجال }.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک