ټولنيزو شبکو کې د دين په نامه د مناظرو بازار ګرم دی
نن سبا په ټولنيزو شبکو کې د دين په نامه د مناظرو، اعتراض او ځوابي کليپونو جوړولو بازار ګرم دی. هر يو مناظر او مقرر خپل ځان د اسلام مدافع ګڼي او شاګردان يا پلويان يې مناظرِ اسلام بولي!
خو که ښه په دقت او په بشپړې بې طرفۍ د دغو مناظرو او کليپونو محتوی وګورئ يا يې واورئ، د دين له اصلي او لومړي درجه مصدر له آدرسه به په کې څه ونه وينئ!
مطلب د قرآن کريم له ايتونو استدلال په کې د نشت برابر وي، بس هر سړی د دين او اسلام په عنوان د خپلې مدرسې، د خپلې ډلې د منهج او يا د خپلو شیخانو په ننګ غږېږي، حال دا چې د دغو موضوعاتو د ختمولو او يو بل ته د قناعت ورکولو لپاره دا د حل لار نه ده؛ ځکه که په دوی کې يو اړخ د بل د مسلک يا شیخانو احترام کولی او يا يې د حق معيار ګنلی نو بيا د دوی تر منځ د ډلو او د دوو سنګرونو د جوړولو اړتيا څه وه؟
يوازينی شی چې د دوی اختلافاتو ته د پای ټکی ايښودی شي، هغه د الله تعالی کلام دی، ځکه چې ټولې اسلامي ډلې د قرآن کريم په حقانيت متفقې دي او د لومړي درجې حجت يې ګڼي، خو دوی خپله هيڅ يوه قضيه د قرآن کريم په محکَمه کې نه فيصله کوي، که له قرآن کريم نه کله نا کله يو نيم استدلال کوي هم؛ د خپلو استاذانو او شیخانو د ديد او درک له زاويې ورته راځي، هيڅ زحمت نه باسي چې د قرآن کريم د آيتونو او الفاظو معنی خپله په قرآن کريم کې ولټوي، حال دا چې د قرآن کريم د آيتونو او الفاظو تر ټولو معتبر او صحيح تفسير؛ خپله تفسير القرآن بالقرآن دی.
کاش چې مونږ قرآن کريم ته عملاً د يو قوي او معتبر مصدر او معيار په سترګه کتلی، د هر اختلاف او جنجال د حل او فصل کولو او د دلايلو د صحت او ضعف پېژندلو لپاره مو ورته د معيار او ميزان په سترګه کتلی، خو متأسفانه په خوله ورته ډېر لوی مقام ورکوو او عملاً مو ورته شا اړولې ده.
هدانا اللّٰه جميعاً
