دين زما، ستا او يا د بل شخص ملکيت نه دی
زه په ديني مسائلو کې له علماء کرامو سره ډېر وخت بحثونه کوم، دلائل يې اورم او خپل زده خبرې ورته وړاندې کوم، په دليل قانع کېږم او دليل ته احترام لرم.
د بحث په پای يا د بحث په منځ کې يوه خبره چې ما له ډېرو علماء کرامو اورېدلې هغه دا ده چې ستا ملاحظات معقول دي، دغه ډول خبرې زمونږ د تراث په ډېرو کتابونو کې شته، خو دا خبرې د عوامو منځ کې مه کوه!
او زه له همدې خبرې سره موافق نه يم، ځکه چې مونږ خو په دين کې زه او ته نه لرو، دين زما، ستا او يا د بل شخص ملکيت نه دی، دين د اللّٰه تعالی دی، مونږ ټول يې بندهګان يو او فقط د هغه خبره به په کې منل کېږي او که چېرې څوک وايي: په دې خبرو عوامو ته شکوک پيدا کېږي، نو واقعيت دا دی چې شکوک خامخا پيدا کېږي، دا يو واقعيت دی، د دغو شکوکو ليرې کولو او عوامو ته د قناعت ورکولو دنده د چا ده؟ ايا په ديني مسائلو کې عوامو ته د هغوی شکوکو او پوښتنو د ځواب ورکولو او قانع کولو مسئوليت د علماء کرامو نه دی؟ علماء کرام ولې په دغه ځای کې خپل مسئوليت ته نه متوجه کېږي؟
الله تعالی خو په قرآن کريم کې ټولو ته بالعموم امر کوي: فَسۡـَٔلُوٓاْ أَهۡلَ ٱلذِّكۡرِ إِن كُنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ. سورة الأنبياء. الآية: ۷
ژباړه: که چېرې (په کومه خبره) نه پوهېږئ، نو د پوهې له څښتنانو پوښتنه وکړئ.
زمونږ د ټولنې پوه خلک خو عالمان دي، مګر زما د مشاهداتو تر حده عالمان له مونږ ځينې خبرې پټوي، که څوک لږه مغلقه پوښتنه وکړي، وايي: دا خبرې عوامو ته مه کوئ!
ما ته په دغه ځای کې د يو غربي فيلسوف آرتر شوپنهاور خبره رایاده شي چې ترې نقل دي: ډاکټران د خلکو د کمزورۍ او ناروغۍ په حالت ژوندي پاتې کېږي، د محاکمو وکيلان د خلکو په شخړو او بې اتفاقۍ او ديني علماء د خلکو په غباوت!
کاش چې مونږ داسې علماء کرام درلودلی چې په موعظهِ حسنه، نرمو خبرو، په سړه سينه، په ورين تندي، په شفقت او زړه سواندۍ يې د عوامو هر ډول پوښتنې ځوابولی، که پرې نه پوهدی، نو ښکاره يې ويلی چې په دې مسئله راسره علم نشته يا مطالعه نه لرم!
د نه پوهېږم ويل خو کوم عيب نه دی، داسې به څوک وي چې په يو وخت کې په ټولو مسائلو يې سر خلاص وي او يا په حافظه کې يې ټولې زده کړې خبرې پاتې وي؟!
خو نشته او چې نه وي نو ډېر وختونه د (نه پوهېږم) لنډه کلمه د ډېرو ستونزو علاج دی.
نه_پوهېږم
له_بلې_زاويې
