No-IMG

د قدرمن مولانا کابلي صاحب د پوښتنې په ځواب کې

د قرآن کريم ګڼ آيتونه مونږ ته راښيي چې اختلاف تل هغه چا کړی چې د حق دعوه يې په ټېکه نېولې، له ځان او خپلې ډلې پرته بل هيڅ چا ته حتی د جزوي اختلاف اجازه نه ورکوي، هر ووړ او لوی مخالفت ته د کفر، انحراف، بدعت، فسق او جهالت نوم ورکوي، اختلاف هم داسې کوي چې د اختلاف په نقصان او د اتحاد او اتفاق په ګټو پوهېږي او اختلاف يې يوازې او يوازې د خپلمنځۍ سيالۍ او کينې ﴿بَغياً بينَهم﴾ پر بنسټ وي.

مثلاً لکه نن سبا زمونږ اکثر مسلمانان، خصوصاً لوستی قشر (علماء او مشائخ) هر يو د اللّٰه تعالی فرمان چې فرمايلي يې دي: ﴿واعتصموا بحبل اللّٰه جميعاً ولا تفرقوا﴾ يعنې د الله تعالی په رسۍ ځانونه ټينګ کړئ او اختلاف مه کوئ؛ په هر تقرير کې زمزمه کوي او په هر تحرير کې يې ليکي، د دې ترڅنګ په هره دعاء کې د أللهم وحِّد صفوف المسلمين وألِّف بينَ قلوبهم جمله وايي، معنی دا چې دوی کاملاً د اتفاق په ګټو پوهېږي، په دې هم پوهېږي چې اتفاق کول او له اختلاف ځان ژغورل د الله تعالی فرمان دی، خو سره له پوهې له يو او بل سره اختلاف کوي او اختلاف پالي او دا چې ولې يې پالي؟

ځواب يې څرګند دی چې خپلمنځي کينه او ناسالم رقابت يې يوازينی دليل دی او بس!

او همدا عمل د قرآن کريم په اصطلاح ﴿بَغياً بينَهُم﴾ بلل شوی.

إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُۗ وَمَا ٱخۡتَلَفَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلۡعِلۡمُ بَغۡيَۢا بَيۡنَهُمۡۗ وَمَن يَكۡفُرۡ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ(١٩)  آل عمران

ژباړه:

بې شكه چې د الله په نزد كې (مقبول) دين، اسلام دی او د

اهل كتابو اختلاف خو له هغه وروسته وو چې علم يې پرې راغى،

په خپلو كې د ضد او بغي له امله او څوك چې د الله په آيتونو

كافر شي نو يقيناً چې الله ډېر ژر محاسبه كوونکی دی.

هدانا اللّٰه جميعاً

مونږ

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک