No-IMG

زنا د اخلاقي فساد تر ټولو قبيح ډول دی

زنا د اخلاقي فساد تر ټولو قبيح ډول دی، الله تعالی دې هيڅ چا ته د دې بدرنګ عمل توفيق نه ورکوي.

زمونږ په ټولنه کې هر سړی چې د اخلاقي فساد د مقابلې خبره کوي، پيل يې له ښځو وي، پر ښځو نيوکې، پر لباس يې نيوکې، پر تګ يې نيوکې، پر غږ يې نيوکې او او ...!

د ښځو په نامناسب لباس، حرکت او اواز بايد نيوکې وشي، خو زما پوښتنه دا ده چې دا ښځې که زنا کوي، مقابل طرف يې څوک دی؟ زنا له چا سره کوي؟ که يوه ښځه فاحشه وي او فحشا يې کاروبار وي، د دې کاروبار خريداران څوک دي؟ که دا بازار خريدار ونه لري، چلېدل يې ممکن دي؟ ولې يې خريداران نه نيول کېږي؟ يا اقلا ولې پرې په محسوس ډول اعتراضونه نه کېږي؟ ولې د ټولو ژبې ګونګې دي؟ ولې قلمونه په دې اړخ کې پڅ دي؟! آيا د دې په خاطر چې مقابل اړخ يې نارينه دی؟ يا د دې په خاطر چې نارينه زورور دی؛ ځکه؟!

له بده مرغه د ژوند له نورو برخو په څېر له فحشا سره په مقابله کې هم يو ډول منافقت کوو، بلکې واقعيت دا چې د منافقت پر مونږ ختمه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک