بيا هم د حديثو ( خصوصا د صحیح بخاری) په هکله یو مهم وضاحت
دوکتور محمد عمر عماد
یو ځای می د حدیث د صحت او منلو په هکله یوه اوږده لیکنه ولوستله ، چه د لیکوال اصلی موخه ځینی متفق علیها احادیث پدی نوم ردول وه چه ګویا هغه د عقل سره اړخ نه لګوی ، لکه د معراج احادیث او یا د قبر د عذاب احادیث اودی ته ورته نور موضوعات.
ما دغه اوږده ليکنه تر همدي ځايه ولوستله چه : ( د رواياتو دصحت د تشخيص له پاره پر نورو شرائطو سر بيره دا هم يو يو مهم شرط دي چه په هغه کي د عقل او درايت خلاف څه نه وي)
زه يوازي د همدي ټکي په هکله دومره وايم چه : بالکل د حديث د صحت يو مهم شرط همدا دي چه علت ونه لري ، او د عقل سره متعارض حديث د منلو وړ ندي .
خو سوال دا دي چه:
باید د چا د عقل سره متضاد نه وي ؟
ځکه چه د انسانانو د تعقل کچي متفاوتي دي ، نو احاديث به د چا په عقل تلل کیږی ؟ آيا : د پخوانيو معتزله وو، او که د اوسنیو عقلانیانو، لکه محمود ابو ريه، او احمد امين، او ورپسي د معاصرو لکه عدنان ابراهيم او جاويد غامدي او حسن فرحان المالکي او اسلام البحيري او ابراهيم متولي او نورو هغو کسانو په عقل چه په لسګونه متفق عليها احاديث په همدي پلمه ردوي چه ګويا هغه د عقل سره مخالف دي.
آیا د همدوي په عقل به تلل کیږی ، او که د بعثت د زماني نه راهيسي تر اوسه د امت د غوڅ اکثريت د علماوو په عقل چه همدغه احاديث يي منلي او کله هم ورته د عقل منافي نه ښکاره شوي او نه ورته ښکاري؟
كه د احادیثو سره دداسی چلند، او په خپل عقل تللو دروازه خلاصه شی ، نو هر څوک به هر هغه حدیث چه د مزاج سره یی اړخ نه لګوی پدی پلمه ردوی چه ګویا د هغه عقل یی نه منی، نو ددی کار پایله به څه وی؟!
شک نشته چه ددی کار عاقبت به نه يوازی د سنتو بنسټونه نړول وی، بلکه ټول هغه عقیدوی او فقهی احکام چه په همدغه احادیثو ولاړ دی ګډو وډ او لړزیږی ، او لکه څرنګه چه علامه مصطفی السباعي رحمه الله په خپل نامتو کتاب ( السنة ومکانتها في التشريع) کي وايي : ( ولا ادري اي عقل يريدون ان يحکموه ويعطوه من السلطة اکثر مما اعطاه علماؤنا في قواعدهم الدقيقه؟ ليس عندنا عقل واحد نقيس به الامور، بل العقول متفاوتة، والمقاييس مختلفة، والمواهب متباينة، فما لا يعقله فلان ولا يفهمه، قد يراه اخر معقولا مفهوما... كما ان ما يخفى على الناس في بعض العصور حكمته وسر تشريعه ، قد يتجلى لهم في عصر اخر معقول الحكمة واضح المعنى... ففتح الباب في نقد المتن بناء على حكم العقل الذي لا نعرف له ضابطا ، والسير في ذلك بخطى واسعة على حسب راي الناقد وهواه، او اشتباهه الناشئ في الغالب عن قلة الاطلاع، او قصر النظر، او غفلة عن حقائق اخرى ، ان فتح الباب على مصراعيه لمثل هؤلاء الناقدين ، يؤدي الى فوضى لا يعلم الا الله منتهاها ، والى أن تكون السنة الصحيحة غير مستقرة البنايات ولا ثابتة الدعايم ، ففلان ينفي هذا الحديث ، وفلان يثبته ، وفلان يتوقف فيه ، كل ذلك لان عقولهم كانت مختلفة في الحكم والراي والثقافة والعمق، فكيف يجوز هذا ؟؟!! ....) الخ.
له بلی خوا ، دا خبره هم له چا پټه نه ده چه د ځینو صحیحو او ثابتو نصوصو تر مینځ ظاهری تضاد موجود وی ، او محدثینو پیړئ پیړئ مخکی دغه تعارض او تضاد دفع کړی دی، او په همدی موخه یی د مختلف الحدیث علم تاسیس کړی دی، ځینو علماوو د احادیثو د شرح کولو په ترڅ کی دغه ظاهری تعارض دفع کړی او او ځینی نورو بیا پدی موضوع کی مستقل کتابونه لیکلی دی , لكه امام شافعي په خپل ( مختلف الحديث) , او ابن قتيبه په (تاویل مختلف الحدیث) او امام طحاوي په ( شرح مشکل الاثار) او ابن فورک په ( مشکل الحدیث) نومي كتاب كي.
خو دغه ښاغلی د پخوانیو علماوو د نصوصو ظاهری تضا د دفع کول نه منی ، بلکه هر یو یی د خپل عقل پر مټ د ظاهري متضادو روایاتو تر مینځ د تعارض ددفع کولو پر ځای د ترجيح لار نيسي، چه پدی سره هغوی په منهجي خلل او ستره اشتباه کي ښکيل دي.
دغه دواړه کارونه ، چه اصل او بنسټ یی د نصوصو سره خپل اندی چلند کول او په خپل ناقص عفل تلل دی، که څوک غواړی او که نه ، په موجوده عقیدوی او فقهی موضوعاتو د عوامو شکمن کول، او فی النتیجه د دینی ثوابتو بی اعتباره کول دی، چه دا هماغه د ډیرو مغرضو مستشرقینو ارمان دی، او نباید چه یو مسلمان پکی ښکیل شی.
که ظروفو اجازه ورکوله ما به پدي اړه ډير څه ليکلي وه ، او که څه ملحوطات نه وه ما به خپلي څو ليکني څو ليکني همدلته را کاپي کړي وي چه پدي اړوند مي په فيسبوک کي ليکلي دي .
والله الهادی الی سواء السبیل .
