No-IMG

تر هغه چا به ډېر ظالم څوك وي چې پر الله يې دروغجنه افتراء كړې

د الله تعالی د کلام [قرآن کريم] د نص نه اخيستل شوي انساني فهم يا بشري اجتهاد او تفسير ته د عينِ نص (د قرآن کريم يعنې د الله تعالی د کلام) درجه ورکول؛ په الله تعالی دروغ تړل دي، افتراء ده، ستر ظلم دی او دا کار بالآخره د الله تعالی د لعنت باعث کېږي.

دا د الله تعالی د کلام مثيل او بديل پيدا کولو مرادف عمل او ناسم جسارت دی، ځکه چې الله تعالی نه په ذات او نه هم په صفاتو کې هيڅ مخلوق ته ورته نه دی، قرآن کريم د الله تعالی کلام دی او دا کلام په هر لحاظ بې مثيله او بې بديله دی، د هيڅ چا کلام يې درجې او رتبې ته نه شي رسېدی.

له بده زمونږ د مسلمانانو لوی اکثریت په لاشعوري بڼه په دې کار کې اخته دی، مګر واقعيت دا دی چې دا کار د يو مسلمان د آخرت د بربادۍ باعث کېږي.

په دې اړه د اللّٰه تعالی وينا څرګنده ده؛ فرمايي:

‏﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولئِكَ يُعرَضونَ عَلى رَبِّهِم وَيَقولُ الأَشهادُ هؤُلاءِ الَّذينَ كَذَبوا عَلى رَبِّهِم أَلا لَعنَةُ اللَّهِ عَلَى الظّالِمينَ﴾ [هود: 18]

ژباړه: او تر هغه چا به ډېر ظالم څوك وي چې پر الله يې دروغجنه افتراء كړې، دوى به د خپل ربپه وړاندي حاضر كړى شي او گواهان به ووايي: دا همغه كسان دي چې د خپل رب په اړه يې درواغ ويل، پام چې پر دغو ظاملانو د الله لعنت دی.

هدانا اللّٰه جميعاً

مونږ

له_بلې_زاويې

 

 

د قرآن کريم د ويناو مطابق تر ټولو ظالم شخص هغه دی چې الله تعالی ته د داسې څه نسبت کوي چې هغه د الله تعالی وينا نه وي، يعنې هغه څه ته د الله تعالی د دين [اسلام/شريعت] نسبت کوي چې هغه د دين/اسلام/شريعت خبره نه وي.

دا چې تل په تأکيد وايو په دې مسئله کې د جزم او تصريح کولو په برخه کې بايد ډېر ډېر او بیخي ډېر احتياط وشي، دليل يې د قرآن کريم لانديني مبارک آيتونه دي:

﴿أَم تَقولونَ إِنَّ إِبراهيمَ وَإِسماعيلَ وَإِسحاقَ وَيَعقوبَ وَالأَسباطَ كانوا هودًا أَو نَصارى قُل أَأَنتُم أَعلَمُ أَمِ اللَّهُ وَمَن أَظلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهادَةً عِندَهُ مِنَ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغافِلٍ عَمّا تَعمَلونَ﴾ [البقرة: 85]

﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَو كَذَّبَ بِآياتِهِ إِنَّهُ لا يُفلِحُ الظّالِمونَ﴾ [الأنعام: 21]

﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَو قالَ أوحِيَ إِلَيَّ وَلَم يوحَ إِلَيهِ شَيءٌ وَمَن قالَ سَأُنزِلُ مِثلَ ما أَنزَلَ اللَّهُ وَلَو تَرى إِذِ الظّالِمونَ في غَمَراتِ المَوتِ وَالمَلائِكَةُ باسِطو أَيديهِم أَخرِجوا أَنفُسَكُمُ اليَومَ تُجزَونَ عَذابَ الهونِ بِما كُنتُم تَقولونَ على الله غَير الحَقِّ وكُنتم عَن آياته تستكبِرون﴾ [الأنعام: 93]

{وَلَا تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلۡسِنَتُكُمُ ٱلۡكَذِبَ هَٰذَا حَلَٰلٞ وَهَٰذَا حَرَامٞ لِّتَفۡتَرُواْ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَ لَا يُفۡلِحُونَ﴾ [النحل: 116]

﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولئِكَ يُعرَضونَ عَلى رَبِّهِم وَيَقولُ الأَشهادُ هؤُلاءِ الَّذينَ كَذَبوا عَلى رَبِّهِم أَلا لَعنَةُ اللَّهِ عَلَى الظّالِمينَ﴾ [هود: 18]

﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَو كَذَّبَ بِالحَقِّ لَمّا جاءَهُ أَلَيسَ في جَهَنَّمَ مَثوًى لِلكافِرينَ﴾ [العنكبوت: 68]

﴿وَمَن أَظلَمُ مِمَّنِ افتَرى عَلَى اللَّهِ الكَذِبَ وَهُوَ يُدعى إِلَى الإِسلامِ وَاللَّهُ لا يَهدِي القَومَ الظّالِمينَ﴾ [الصف: 7]

د دې آيتونو محتوی ته په کتلو او په دې آيتونو کې د تدبر په پايله کې مسلمان د رسول الله عليه الصلاة والسلام په لانديني وينا ښه پوهېدی شي چې رسول اللّٰه علیه السلام ته د دروغو نسبت کول ولې په جهنم کې ځان ته د يقيني کور جوړولو په معنی دی؟! د حديث الفاظ دا دي:

صحيح البخاري كتاب : العلم | باب إثم من كذب على النبي.

106 حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ الْجَعْدِ ، قَالَ : أَخْبَرَنَا شُعْبَةُ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي مَنْصُورٌ ، قَالَ : سَمِعْتُ رِبْعِيَّ بْنَ حِرَاشٍ يَقُولُ : سَمِعْتُ عَلِيًّا يَقُولُ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " لَا تَكْذِبُوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَلِجِ النَّارَ ".

همدا مفهوم په ورته الفاظو د أحاديثو په نورو کتابونو کې په دغو شمېرو سره راغلي دي: 

صحيح مسلم (1)،

سنن الترمذي (2660)،

سنن ابن ماجه (31)،

مسند أحمد (584, 629, 630, 1000, 1075, 1089, 1292).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک