آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟
دوکتور عمر عماد
سبحانک هذا بهتان عظیم!
نن مي په مصر کی د فاسد او پرځیدلی حکومت د سفیر، ښاغلي محمد محق یوه لیکنه ولوستله چه یو چا ددی عنوان لاندی ژباړلی ده : (آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟)
دغه لیکنه هم د ښاغلی محق د نورو لیکنو په شان - چه دوه دری یی ما پخوامناقشه کړی دی – د خورا مغالطو اوداسی ټکو ډکه ده چه باید په یو یو يي رڼا واچول شی، زه به په مستقله لیکنه کی پری خبری وکړم ، ان شاء الله تعالی - خو اوس یی دلته ددوه ټکو په یادولو بسنه کووم :
اول:
نوموړی وایی : (په ديني احکامو کې د وجوب يا تحریم تر کچې مسله باید قرآني اساس ولري، او داسې مسايل يوازې په آحاديثو يا ظني الثبوت دلایلو باندې نه حل کيږي. په قرآن کريم کې د ږیرې په اړه حکم نشته او ياد شوي احاديث هم قطعي الثبوت نه دي، له دې سره سره چې دا مسايل په بخاري او مسلم کې راغلي دي خو قطعي الثبوت نه دي.دلته څه چې قطعي دي هغه دادي چې په دې روايتونو باندې شک دی. د شک پر بنیاد د قطعي حکم ورکول علمي اساس نلري،ځکه پخوا د فقې په اصولو کې وو چې شک يقين نشي کیدای، يانې ظني یا شکي شی قطعي نه دي.)
ښاغلی محق !
۱- دا موچیرته اوریدلی چه د یو حکم وجوب اویا تحریم دی حتما قرآنی اساس ولری، او یوازی په سنتو نه ثابتیږی ؟! که د کوم معتبر عالم له خولی مو دا خبره اوریدلی وی او یا یی تاسی د کوم دلیل څرک لرئ مونږ ته یی هم راپه ګوته کړئ، دا خو به مونږ ته هم اسانه شی چه د ډیرو هغو واجباتو اومحرماتو نه اوږی سپکی کړو چه په صحیحو احادیثو ثابت شوی وی.
خو که دا د ټولو چاپ شویو کتابونو برسیره ټول مخطوطات ورپسی لټ په لټ کړی داسی څه به پیدا نکړی چه وجوب یا تحریم دی په سنتو ثابت نشی بلکه حتما دی قرآن اساس ولری، بلکه هغه څه چه ټول علماء یی په یوه خوله وایی هغه دا چه سنت د شریعت دوهم مصدر دی، او پیروی یی فرض ده. اودا صلاحیت ورته قرآن مجید ورکړی دی (وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا) ، (مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ) ، (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ) .
۲- جناب محق : دا به درسره اومنو چه آحاد حدیثونه قطعی الثبوت نه ، بلکه ظنی الثبوت دی ، خو دا دی چیری اوریدلی دی چه په ظنی الثبوت( آحاد ) احادیثو دی عمل ونه شی؟ بیا هم درته پخوانئ غوښتنه او ننګونه ټکی په ټکی تکرارووم.
۳- محترم محق سیب !
دا بله پوښتنه هم درواخله چه: دا دی چیری اوریدلی او یا یی ستا سره څه دلیل دی چه : (دلته څه چې قطعي دي هغه دادي چې په دې روايتونو باندې شک دی)؟ بیا هم پخوانئ پوښتنه او ننګونه درته تکرارووم . او درزیاتووم چه :
هو، دا منم چه د شک پر بنیاد د قطعي حکم ورکول علمي اساس نلري. خو دا حقیقت درنه پټ دی چه آحاد احادیث شک نه بلکه ظن غالب افاده کوی . که د شک او غالب ګومان تر مینځ توپیر نشی کولای بیا دا ستا ستونزه ده، او هیله ده چه خبری دی د خپلی پوهی اوسویی په اندازه وکړی . او که قصدا غالب ګومان او شک د یو حکم لاندی راولی بیا دی نو ستونزه دوچنده ده، اوهغه قصدا د هغو شرعی احکامو د تطبیق په وړاندی شبهی راټوکول دی چه ستاسو د مزاج سره اړخ نه لګوی .
جنابه ! په شریعت کی شک ساقط دی، خو برعکس عام آحکام په ظاهر او غالب ګمان ولاړ دی ځکه په هره مساله کی یقین حاصلولو کی حرج دی اوحرج شرعا منتفی دی، نو له همدی ځایه علماوو په فقه او اصولو کی دا منلی قاعده وضع کړی ده چه: په شرعی آحکامو کی غالب ګومان د یقین ځای نیسی ( الظن الغالب کالیقین) که نټ درسره وی نو هلته په معلمه القواعد الفقهیة والاصولیة کی همدغه قاعده ولټوه ګوندی وی چه یو څه تری زده کړی .
۴- د پرځیدلی او نړیدلی حکومت سفیر صاحب! فکر کووم چه په اخری کرښه کی به دی مراد هغه قاعده وی چه وایی ( الیقین لا یزول بالشک). هو، دا د پنځو سترو قاعدو یوه قاعده ده چه خو متاسفانه چه تاسی یی دلته هم تعبیر غلط کړی او هم تطبیق ځکه چه قاعده وایی یقین په شک نه زائل کیږی، او پدی سیاق کی ددی قاعدی داستعمال هیڅ ځای نشته، ځکه چه احاد احادیث ظن غالب افاده کوی نه شک ، او مخکی می درته وویل چه ( الظن الغالب کالیقین).
دوهم :
دغه سړی بیا وایی چه هغه څوک چه د ږیری خریل حرام بولی او : ( دلته ږيره چې تر ډيره ظاهري دينداري نندارې ته وړاندې کوي معقوليت نلري، او هغه موخه چې دوی يي مطرح کوي له اخلاقي پلوه ددفاع وړ نه ده.)
1- جناب محق صاحب د چا اخلاق يادوئ؟ که د مسلمانانو اخلاق وی نو پوره اشتباه دی کړی ، ځکه چه د ږیری په پریښودلو او د مجوسو سره په مخالفت کولو اجماع حاصله ده – لکه ددی لیکنی په دوهمه برخه کی چه راځی ،ان شاء الله تعالی- اوکه د بل چا اخلاق یادوی بیا نو د اسلام پوښ مه ورکوه.
۲- محق سیب بیا خپله پورتنئ غلطی په بلی خورا خظرناکی غلطئ توجیه کوی او وایی چه: (له نامسلمانانو سره مخالفت په خپل ذات کې يو بد چار( كار) دی، ځکه اخلاقي عمل دادی چې انسانان باید یو بل ته نيږدې شي نه چې واټنونه رامنځ ته شي او سرحدونه ويستل شي.)
وايم : سبحانك هذا بهتان عظيم.
دا خو ما ته د نبوی احادیثو او قرآنی لار ښوونو او د امت د اجماع ښکاره مخالفت ښکاری
ځکه چه د کفارو ( چه دی ورته مقصودا غیر مسلمانان وایی) سره مخالفت او عدم مشابهت باندی قرآن دلالة او نبوی احادیث صراحة ټینګار کوی، او ما ته پدی هکله د امت د پخواینو معتبرو علماوو تر مینځ هیڅ اختلاف نه ښکاری، بلکه شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمة الله علیه په همدی موضوع په دوه ټوکو کی خپل نامتو کتاب( اقتضاء الصراط المستقيم لمخالفة أصحاب الجحيم) ليكلي دي، چه محق سیب ته یی د لوستلو بلنه ورکووم، که حق ته رسیدل یی موخه وی ګوندی وی چه یو څه تری زده کړی...
