No-IMG

د الله تعالی نصرت

دوکتور عمر عماد

 

او دا حقیقت هم باید د هر چا په ذهن کی روښانه وی چه :

 ټول شرعی نصوص پدی معنی ټینګار کوی چه:  د الله تعالی نصرت، مرسته، ملتیا او تایید د هیچا سره مطلق او بی قید او شرطه ندی، بلکه هغه د الله تعالی په رښتینی بنده ګئ ( تقوی, اخلاص او اطاعت ) پوری مقید او تړلی دی، او د هغی سره مستقیم نسبت لری.(يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)، ( وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ) ، ( وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ) ...الآيات، ( وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنا عَلَيْهِمْ بَرَكاتٍ مِنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ)، ( وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ)،(وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا ) ، (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا).

د الله تعالی دغه سنت عملا د احد په غزا کی ولیدل شو، کله چه ځینو هغو غشی ویشتونکو چه رسول الله صلی الله علیه وسلم په غر کی کښینولی وه  اوورته یی امر کړی وو چه باید تر هغی خپل سنګر پری نږدی تر څو چه یی ورته امر نه وی کړی ، خو کله چه مشرکین مات شول هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپارښتنی نافرمانی وکړه او سنګر یی پریښود، او مشرکینو هم له فرصته ګټه پورته کړه او له هماغه ځایه یی بیرته په مسلمانانو برید وکړ...، قرآن مجید دغی پیښی او ورسره پورتنی حقیقت ته داسی اشاره کړی ده :(وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذا فَشِلْتُمْ وَتَنازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ ما أَراكُمْ ما تُحِبُّونَ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الْآخِرَةَ)... الآيات . او كله چه د مسلمانانو سره د احد د مصیبت اړوند پوښتنه پیدا شوه ، او ویی ویل چه ولی ورته دا مصیبت ورسیده ؟ نو قرآن فورا او نیغ په نیغه ځواب ورکړ چه: بیشکه الله تعالی په هر کار قادر دی ، خو تاسو ته چه څه درورسیدل هغه ستاسی د خپلو ځانو څخه وه :  أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ).

لنډه یی دا چه دا انګیرنه بی ځایه ده  چه څوک ووایی: ځما سره پرون د الله تعالی تایید او نصرت وو نو سبا به هم حتما راسره وی، او یا  ووایی چه چون الله تعالی د مسلمانانو سره د مرستی ژمنه کړی نو حتما به یی همیشه او په هر حال مرسته کوي.

نه ، کله هم داسی نه ده، او دغه تصور هسی د ځان غولول دی چه ګویا د مسلمانانو سره د الله تعالی مرسته او تایید مطلق دی ، بلکه د مسلمانانو سره به د الله تعالی تایید او توفیق د هغوی د تقوی او رښتینی بنده ګئ په اندازه وی.

دا د الله تعالی سنت دی ، او د الله تعالی  سنت تغییر نه کوی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک