No-IMG

د هغه دود پالل چه د شرعی احکامو سره ټکر ولری ګناه ده

دوکتور عمر عماد

 

وایی چه حکومتی چارواکو په ځینی ولایاتو کی د ولور  لوړ نرخ دری نیم لکه افغانئ وټاکه .

په صرف نظر ددی نه چه ولی امر د مهر د تحدید حق لری او که نه د هغه آیت په اطلاق به عمل کیږی چه فرمایی  {وَآتَيْتُمْ إحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا} [النساء: 20]، پدی مناسبت دغه وضاحت اړین بولم :

مهر سوچه د ښځی حق دی، که په خپله خوښه یی هر چاته ورکوی دایی حق دی ، خو په زور او رواج او کوم بل نوم یی هیڅوک د یوی افغانئ اخیستلو حق نه لری ، نه پلار او نه میړه, او بی د هغی له رضا آخیستل یی حرام دی  .{وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا} [النساء: 4]

نو بناءً ، که ولور د مهر پر ځای اخیستل کیږی نو هغه يوازي او يوازي د انجلئ حق دي، او كه د مهر تر څنګ کوم بل شی وی او د انجلئ پلار او یا ورور یا بل ولی یی اخلی نو باید علماء یی شرعی حکم بیان کړی چه آیا هغه ابتداءً حرام دی, او که ددود د حکم لاندی راځی، او حتی که ددود( عرف او عادت ) یعنی  د تحکیم العادة ( العادة محکمة) د قاعدی لاندی راځی, او حتی كه اومنو چه د همدغی قاعدی لاندی راځی ، نو دغه قاعده هم یو مهم او اساسی قید لری او هغه: ( العرف إنما يعتبر إذا لم يخالف المنصوص) يعني عرف او عادت هغه وخت معتبر دی چه د شرعی دلیل ثابت حکم مخالف نه وی. او په شرعی نکاح کی د مهر نه آخوا بل مالی (شرط) نشته دی ، نو دغه ولور بیا په کوم نوم  اخیستل او  ورکول کیږی؟

دا موضوع جدی بحث ته اړتیا لری ، نه پوهیږم چه زمونږ د سیمی علما‌ء ولی پری چوپ دی.

خو زه عجالتا همدومره وایم چه دغه د ولور دود( چه په حقیقت کی د لور او میرمن د پیر او پلور معنی لری) باید نور ختم شی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک