د قرآن مجید د علمی اعجاز بله بیلګه
عمر عماد
نن می د الجزیره نټ په سایټ کی یوه مقاله ولوستله چه په (13/6/2021) تاریخ خپره شوی اوداسی پکی راغلی دی :
په بریتانیا کی یوه میاشتنیزه ((Monthly Notices) ده چه د بریتانیا د شاهی فلکی ټولنی (The Royal Astronomical Society)له خوا خپریږی ، ددغی میاشتنیزی په راتلونکی ګڼه کی به د یوی علمی څیړنی پایلی خپری شی ،چه د هغی په یوه برخه می داسی راځی :
د څیړونکو یوی نړیوالی ډلی په ټوله نړئ کی د توری مادی(Dark matter) د توزیع نقشه جوړه کړه تر څو د توری مادی د خپریدلو او تمرکز ځیونه پکی څرګند شی .
اوتمه کیږی چه دغه نقشه به د فلک پوهانو سره مرسته وکړی چه د نړئ (کائناتو) د اجزاوو او د هغه د تطوراو تغیر د څرنګوالی په پوهیدلو کی مرسته وکړی.
دغی ډلی دا کشف کړی چه په کائناتو کی خالیګاوی شته دی چه شتون یی د فیزیکی قوانینوسره اړخ نه لګوی ، او که دا خبره رښتیا شی نود انشټاین د نسبیت نظریی ته به - چه تر اوسه منل شوی نظریه ده – کیدای شی لویه ننګونه وی او هغه غلطه ثابته کړی .
تیاره ماده ((Dark matter په تلسکوب کی نه لیدل کیږی ، ځکه چه د هغی نه نه هیڅ او نه نوری کهرو مقناطیسی وړانګی صادیریږی . خو ساینس پوهانو په لیدونکی مادی د هغی د جاذبی د اغیزی له امله د هغی شتون اټکل کړی دی .
او د هغه رپوټ له مخی چه د ګاردیان جریدی د تیر می میاشتی په ۲۶ تاریخ کی نشر شوی دی ، توره ماده د کائناتو ( نړئ) ۲۷ سلنه جوړوی ، اود هغی د جاذی ځواک ددی کفایت کوی چه پوره کهکشانونه په هغی جوړښت کی سره وتړی چه کائناتی شبکه ورته ویل کیږی .
ددغی مقالید لوستلو نه وروسته د قرآن مجید دغه آیت راپیاد شو چه فرمایی : (اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا) يعني الله تعالى هغه ذات دی چه اسمانونه یی بی ستنو ، او یا پداسی ستنو پورته کړی دی چه تاسی یی نه وینئ.
دغه علمی څیړنه د هغو معاصرو پوهانو د رایی تایید کوی چه د اسمانونو دغه نالیدلی ستنی یی د جاذبی په ځواک تفسیر کړی دی ،
پدی معنی چه توره ماده په سترګونه لیدل کیږی خو د جاذبی ځواک یی کهکشانونه د یو محکم بنیاد په چوکاټ کی یود بل سره تړلی دی. نو پدی توګه دغه آیت شریف هم د قرآن مجید د علمی اعجاز، اود الله تعالی ددغی ژمنی د پوره کیدلو بله بیلګه ګڼلی شو چه فرمایی : (سَنُرِيهِمْ آياتِنا فِي الْآفاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) والله تعالی اعلم .
یادونه : د مقالی د اصلی متن لینک په اول تعلیق کی دی
https://www.aljazeera.net/news/science/2021/6/13/%D8%A3%D9%83%D8%A8%D8%B1-%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%B7%D8%A9-%D9%84%D9%84%D9%85%D8%A7%D8%AF%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B8%D9%84%D9%85%D8%A9-%D8%AD%D8%AA%D9%89-%D8%A7%D9%84%D8%A2%D9%86-%D9%82%D8%AF
