No-IMG

د یو ملحد سره بنډار

عمر عماد

 

 

وړمه ورز  ما د یو ملحد سره خبری کولی ، چه یو بل پکی راودنګل ،نو زنګ می ورته ووهلو ، او هغه هم زنګ پورته کړ او بحث ته حاضر شو .

ځوان په شخصی انداز خوش خلقه وو ، خو ددین په اړه لهجه یی د نورو ملحدینو نه چندان توپیر نه درلوده .

نن هغه ځمونږ د بیګانیو خبرو یادونی کړی ، او ما هم ځان اړ ولید چه ځواب ورکړم . او اوس یی  په مستقل پوست کی جریان د درنو لوستونکو سره شریک کړم :

..............

هو ، زه هم ستاسي سره بحث کولو ته ليواله ووم ، او فعلا خوښ شوم چه تاسي مي ځنګ ته ځواب راکړ....

ما غوښتل چه علمي بحث درسره وکړم ، خو کله چه تاسي وويل چه ما نړيوالي اړيکي لوستي دي ، نو حيران شوم چه بيا څنګه دومره په زغرده دساينس پر مټ الحاد ته مخه کوي!

.....

د بحث په اوږدو کی څو  اساسي موضوعات مطرح شول ، چه خلاصه یی پدی ټکو کی راغونډولای شم :

_ کائنات څنګه خلق شول ، هغه کوچني ماده( د تفرد ټکي ) څنګه انفجار وکړ ، پداسي حال کي چه هلته هيڅ خارجي مؤثر نه وو ؟

_ د فاين ټيوننګ یا  لطيف ميزان موضوع هم ياده شوه او ما درته وويل چه هاوکنز پري قوي باور درلوده ، خو هغه يي خالق ته نه منسوباوه ، او د خالق د شتون څخه د تيښتي په پاره يي د متعددو اکوانو په افسانوي تيوري باور درلوده او د ډاوکنز سره په مرکه کی یی هغه ته وویل چه : داسی فکر نه کوه چه ددغی دقیق نظم تر شا خدای دی ، بلکه په نړئ کی متعدد اکوان پیدا شوی ، او په دي اکوانو کي يوازي زمونږ په کون باندي لطيف ميزان او دقيق قوانين په تصادفی ( هو ، په تصادفی ) توګه حاکم شوي دي .

_ د لومړنئ ژوندئ مادي د پيدا کيدلو موضوع هم مطرح شوه ، چه د فضا څخه د ژوندي مادي د را تلو يا راوستو ، او د ميلر تجربه هم ياده شوه.

_ دغه موضوع هم مطرح شوه چه ايا ډاروين د خپلي نظريې پيل په ساينس کړي او که په مجرد مشاهدي او استنتاج .

_ دداروين د وړاندوينو او دهغی له شمیری دا چه د مينځنيو ژويو بي شميره فوسيلونه بايد پيدا شي ، او پدي ترڅ کي د کامبري ( انفجار حيوانات) هم يادونه وشوه .

چه پدي ټولو موضوعاتو کي ستاسي معلومات تقریبا یا د نيست سره برابر وه او یا مو ښکاره نه کړل ، ته به وایی چه هيڅ چه دي اوريدلي نه دي ، صرف دداروين د تيوري د پيل په هکله دي نيم او نيم کله همدومره وويل چه په کومه جزيره کي يي مرغي وليدي چه د ځينو مښوکي لنډي او د ځينو اوږدي وي ، او ما درته وويل چه دا دي هم نیمګړی اوریدلی او په اصل قصه پوره پوه نه يي .

پدي موضوعاتو کي ستاسي ځواب همدا وو چه ساينس لا پلټنه کوي ....

نو ما درته وويل چه ساينس که پدي موضوعاتو کي هر څومره پلټني وکړي بیا به هم دا دعوی په زغرده نشي کولاي چه مونږ قاطع حقيقت ته ورسيدلو ، ځکه ساينس په تجربو او مشاهداتو ولاړ دي او پدي موضوعاتو کي دا دواړه ناشوني دي ،چه په همدي ځاي کي مي د ميلر د ناکامي تجربي يادونه درته وکړه .

او دا مي هم درته وويل چه مونږ په يو خداي - جل شانه - باور لرو او تاسي په دريو ، چه کله بي ځوابه شئ بيا هر څه هغه ته منسوبوئ:

 چه يو يي ړوند طبيعت دي .

 اوبل يي ړوند تصادف.

او دريم یی ساينس ، يا په دقيقه توګه په راتلونکي کي به ساينس ځواب ورکړی .

............................

بله مهمه موضوع د ډاروين د تيوري په هکله د ساينس پوهانو نظرونه وه ، چه تا وويل تقريبا ټول يي مني ، او ما درته وويل چه يوازي ملحد ساينس پوهان يي مني او سبب يي هم معلوم دي او هغه دا چه دغه نظريه اوس د‌هغوي لپاره د عقيدي او باور حيثيت لري ، او هلته الحادي مافيا حاکمه ده چه دداروينيزم مخالفين پکي ځپل کيږي ، او د هغه مستند فلم د کتلو سپارښتنه مي درته وکړه .

........

د هغي نه وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شخصيت باندي خبري وشوي چه تا وويلي هغه يو هوښيار او چالاک انسان وو ، ما ويلي چه دغه هوښياري او چالاکي يي څرنګه ناڅاپه په څلويښت کلنئ کي را پيدا شوه ؟!

_ بيا د قرآن مجيد په حقانيت خبري وشوي ، چه ما درته وويل قرآن ځاي ځاي عربانو ته چلنج ورکړي چه مقابله يي وکړي ، خو هغوي عاجز شول ، تا وويل چه د قرآن په شان ايتونه خو زه هم جوړولي شم ، او يو څو دي فعلا ولوستل...

ما درته د قرآن مجيد د‌حقانيت څو دلائل ياد کړل ، چه يو يي په قرآن کي خپله رسول الله ته عتاب ، او بل د قرآن غيبي اعجاز ...

...................

دا د يو ساعت او څلويښت دقيقو د بحث اصلي محاور او د سر ټکي وه.

خو متاسفانه چه د خبرو په جريان کي تاسي د خپل الحاد د توجيه لپاره هيڅ دليل ونه ويلو ، هو ، هيڅ دليل مو ونه ويلو ، ستا استدلال يوازي او يوازي په مجرد نفي ولاړ وو ، او همدومره دی ویل چه دا ټولي خبري درواغ دي ، او په توهین امیزه لهجه به مو ویل چه تاسي په افسانو باور لري ، تاسي داسي څه کي ځان مشغول کړئ چه فائده ولري ، مطالعه وکړي ...

کله چه تا وويل چه زه اته ويشت کلن يم ، او لس کاله مخکي اروپا ته راغلي يم ، نو د ځان سره مي تاسف وکړ چه څومره د خواشينئ ځاي دي چه اتلس کلن ځوان ولي دومره ضعيف وی چه په اتلس کلنئ کي الحاد ته مخه کړي , د هغه به پدي عمر کي د‌معلوماتو کچه څومره وي !!!

لنډه يي دا چه ستاسي ملحدانو څخه ځما انطباع او برداشت نور هم قوي شو  او هغه دا چه ستاسي الحاد د دليل او برهان پر مټ نه دي ولاړ ، بلکه هغه درته د وخت مود او د‌پرمختګ نخښه ښکاري

.........................................

بیا می ورته په ماسینجر کی زیاته کړه چه :

كاش ده بیګاه د طبیعی انتخاب موضوع مطرح شوی وای چه لیدلی مو وای چه څنګه ړوند طبیعت ذکی انتخاب کولای شی .

محترمه ! ځما سپارښتنه درته دا ده چه ځان له علمی اړخه ورسوه ، بیا خپل فکری مصیر او مسیر ټاکه ، ځکه چه پدی سن کی پریکړی اکثرا د احساساتو له مخی وی .

کیدای شی  د کوانټم فزیک پلار، ورنر کارل هیزنبرګ دا خبره دی اوریدلی وی چه : "د ساینس د پیالې لومړی غړپ دې ملحِد کوي، مګر د پیالې په پای کې خدای در ته منتظر دی." ( د محترم وکیل احمد عزیزی صاحب څخه په مننه )

انتونی فلو چه د معاصرو ملحدانو سر لاری بلل کیده د عمر په آخرو کلونو کی په خالق ایمان رواوړ .

او د ۹۰ کلن راجرپنروز د ۲۰۲۰-م کال د فزیک، نوبل جایزې ګټونکی دا خبره به دی هم کیدای شی اوریدلی وی چه وایی : "زه باوري یم چې د کائناتو په شتون کې یو هدف شته. نړۍ په تصادفي ډول نه ده جوړه شوې. ځینې خلک فکر کوي چې کائنات هسې جوړ شوي او په خپله مخه کار کوي - یا یې د محاسبو ټولګه بولي چې موږ په تصادفي ډول ځانونه پکې مومو. زما په اند کائناتو ته په دغسې نظر کتل بې مانا او بې ګټې دي، فکر کووم د کائناتو د وجود په اړه زموږ تر موجودې پوهې ډېر مهم څه شته."( او دا هم ( د محترم وکیل احمد عزیزی صاحب څخه په مننه )

زه درسره پدی خبره سل سلنه موافق یم چه ( دا هم پداسې حال کې چې یوه خواه مکمله سانسور شوې هم ده او د افکارو بیان او خوراوي لپاره یې فضا غصب شوې ده. )

هو ، بالکل ، د کلیسا د ناخوالو نه وروسته د ساینس په ړواندی د هغی ماتی ساینس ددین په مقابل کی درولی دی ، او داسلام سره دښمنی هم کومه نوی خبره نده ، په تیره بیا د سپتمبر دبریدونو نه وروسته اسلام د اتهام په قفس کی بند او د ټولی نړئ له خوا نقد غشی ورته نیول شوی او خپلی دفاع ته اړ شوی دی

‍زه امید لرم چه د علم  کچه دی پورته او د ځوانئ نیشه دی ختمه شی بیا به په ارامه ماغزو فکر کولو نه وروسته بیرته راستون شی ، ان شاء الله تعالی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک