No-IMG

زنا

شپون کوچی

 

چا چې د واده شوې ښځې سره زنا وکړه پر هغوی دواړو به پۀ قبر کې د دي امت نېم عذاب وي

د امام شمس الدین الذهبي رحمه الله پۀ کتاب الکبائر کې د زنا پۀ اړه راغلي:

چا چې پر هغه ښځه لاس کیښود چې ده ته پۀ شهوت حلاله نه وې ورځ پۀ قیامت به پۀ داسې حال کې راشي چې لاس بۀ یې غاړې کې تړلی شوی وي.

او که ښکل یې که شونډې به یې پر اور وسیزې

او که زنا یې وکړه پتنونه به یې ورځ پۀ قیامت خبرې وکړې او شاهدي به پرې ؤوایي وایي به: زۀ پر حرامو د پاسه وم.

الله به هغه شخص ته چې زنا کار وي د غضب پر سترګه ګورې د مخ غوښې به یې تویږې او وایي به: ما څه ندي کړي

ژبه به یې خبرې شروع کړې او شاهدې به پرې ؤوایې

لاسونه به یې خبرې شروع کړي وایي به: ما به حرام کول

سترګې به یې وایي: ما به کتل کول

پښې به یې وایي: ما ورتګ کولو

فرج به یې وایي: ما وکړل.

یؤ ملائک به ؤوایي: ما اوریدل

بل ملائک به ؤوایي: ما لیکل.

الله عزوجل به ؤوایي: ما پرې پرده اچولې وه

بیا به الله عزوجل ملائکو ته حکم وکړي ای زما ملائکو را و یې نیسئ او زما عذاب پر وڅکئ زما غضب پر هغو سخت شوی چې لۀ ما څخه یې حیا کمه شوې وه.

اللهم استرنا فوق الأرض وتحت الأرض و یوم العرض.

زنا نن سبا بیخې عامه ده د سره یې څوک لا ګناه کې نه شمیرې

دا لیکنه نشر کړئ شاید د دې لیکنې پۀ وجه الله ترې څوک منع کړي او اصلاح شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک