د یوه عیسایي ملا اسلام منلو کیسه
جبار فراز
له اوله سره مي د تثلیث او عیسی علیه السلام د الهویت نظریې نه خوښېدې. یاني د شعوري عمر له پیله مي یوازي پر یوه خدای ایمان درلود. یو وخت زه و مېرمن مي مصر ته په چکر ولاړو. هلته مو د عربي اسانو یوه تاریخچه وموندله. په عربي ژبه وه. غوښتل مي انګلیسي ته یې راترجمه کړم. بېرته چي امریکا ته راوګرځېدم، نو مي د جمال په نامه یو عرب وموند او خپله غوښتنه مي ورسره شریکه کړه. نوموړی ډېر نرممزاجه او د ښو اخلاقو خاوند وو.
یوه ورځ زموږ کره راغی. د لمانځه پر وخت یې راته وویل چي غواړم اودس تازه کړم. بیا یې یو څو پاڼي اخبار راڅخه وغوښت چي د سجدې پر ځای یې کښېږدي. پر ما یې خپلي عقیدې ته دا ژمنتیا خورا ښه ولګېده. څو میاشتي ووتلې. سره انډیوالي مو سوه او تګ راتګ مو شروع کړ. خپلو نورو ملګرو ته یې هم وروپېژندلم. وخت ناوخت به یې مېلمستیاوو ته وربللم. دوی هوټلونه او نور بیزنسونه هم لرل. ما چي د کورنۍ له غړو سره د دوی نرم چلند، په خپلو کي مینه، کلک اجتماعي تړون او په معاملاتو کي انصاف ته وکتل سخت ځني متاثر سوم. مېرمن مي هم همداسي. په دې اوږدو کي کله ناکله د قرآني ایتونو او نبوي احادیثو ذکر هم راتلی. البته د دعوت په نیت نه، بلکي په نورو هدفونو.
یوه ورځ ولاړم د قرآنکریم دوې بېلابېلي انګلیسي ترجمې مي رانیولې. ګونډه مي ورته کت کړه. هر څومره چي مي لوستلې هغومره مي یې روح خپلو هغو عقایدو او باورونو ته نژدې احساساوه چي زما د زړه په ژورو کي یې ځای نیولی وو. چي رښتیا سي دې شي زور هم راکاوه، ځکه زما سنتي عقاید(عیسوي ګروهه) یې راچلنجوله. له خدایه مي غوښتل چي کومه اشتباه یا تناقض پکښې پیدا کړم او زړه په خوشحاله کړم، خو هیڅ شی په لاس نه راتلی.
اخیر مي له دنیا او هر چا څخه په پټه پنځه وخته لمونځ هم پیل کړ. البته په انګلیسي، ځکه عربي لا نه راتله. خو په ظاهره مي ځان عیسوی معرفي کاوه. په دې اړه مي له مېرمني سره دوامداره مکالمې هم کولې. که به چا راڅخه وپوښتل چي دین دي چیشي دی، نو ما به په لږ مبالغوي انداز او لوړ اواز جواب ورکاوه چي عیسوی یم. دا چي ما په ارواپوهنه کي ماسټري لرله او عملن مي کار پکښې کاوه، نو پوهېدم چي د دې مانا څه ده. دې چلند په ښکاره زما د ژبي او زړه د نهملګرتیا ښکارندويي کوله. اخیر ولاړم د قرآنکریم دریمه ترجمه مي هم رانیوله. هغې مي د زړو عقایدو ستني لا راولړزولې.
دې پروسې دوه درې کاله دوام وکړ. بیا یوه ورځ په مصر کي له یوه بل سپينږیري عرب شناخته سره یوه فلسطیني کمپ ته ولاړم. په دې کال مي سره له دې چي ځان مي عیسوی معرفي کاوه، روژه مي مکمله نیولې وه. هلته یو بل عرب بوډا راسره مخامخ سو. یو توری انګلیسي یې لا نه وه زده. زما عربي هم تر صفر یو څه لوړه وه. هغه یودم په عربي یوه پوښتنه راڅخه وکړه. زه بس غیبي په وپوهېدم چي مطلب یې څه دی. غوښتل یې وپوهېږم چي ایا مسلمان یم که نه؟ ما په بېاختیاره توګه ورته وویل: نعم! بس له همدغي شېبې نو ګواکي علني مسلمان سوم.
چي رښتیا سي نو اکثرو نامسلمانانو ته مسلمانېدل دومره سخته نه وي لکه خپل زوړ او سنتي هویت پرېښودل. زه هم تر دغي ورځي وچ کلک خپل هویتي ريښو له اسلام منلو راګرځولی وم، کنه په زړه او خوله دواړو مي کلیمه ویلې وه. په دې مانا چي اکثره به مي خلکو ته ویل چي خدای یو دی او محمد یې رسول دی. د دې څه مانا ده؟ دا مانا لا اله الا لله محمد رسول الله، خو په انګلیسي.
نوټ: دا سړی ډاکټر جرالډ ایف ډرکس نومیږي او له هاروارډ پوهنتون څخه په الهیاتو کي لیسانس لري. نوموړی دغهراز د ارواپوهني ډاکټر هم دی. اوسمهال په امریکا کي اوسي. دعوت کوي او د اسلام او مسلمانانو په اړه یې لسګونه کتابونه لیکلي دي. دی له یوې مذهبي عیسوي کورنۍ څخه دی او تر اسلام منلو مخکي د یوې کلیسا کشیش وو.
