No-IMG

د ملحدانو د یوی بلی شبهی ځواب

عمر عماد

 

ملحدانو په خپل یو ګروپ کی د ( الغرانیق ) قصه یاده کړی او هغه یی ددی دلیل ګڼلی دی چه ګویا په قرآن كي د الله تعالى ددی ژمنی په خلاف (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) لاس وهنه شوی ده ، والعیاذ بالله تعالی.

او مونږ لاندی  وضاحت ورته وکړ :

دلته د څو ټکو روښانه کول اړین دی :

۱- دغه قصه رښتیا هم په دی کتابونو کی یاده  او روایت شوی ده ، خو که څوک ډیر کم دیادو شویو او دی ته ورته کتابونو په اړه معلومات لری نو پد‌ی پوهیږی چه پدی کتابونو کی د کوم شی روایت نه د هغه د صحت معنی لری او نه ددی معنی لری چه د کتاب مؤلف ورسره موافق دی ، بلکه د هغوی کار د روایاتو راټولول دی ، او دی ته نه ګوری چه هغه صحیح دی او که غلط ، بلکه صحیح او غلط معلومول او ارزول یی بیا یا په همدغه کتاب کی خپله مولف بیانوی ، او یا یی نورو ته پریږدی . ځکه چه هغوی پدی پوهیږی چه ټول اسلامی علوم - په تیره بیا حدیث اوروایات - په یو لړ اصولو او قواعدو ولاړ دی او د هر څه صحت او سقم به د هغی په تله تلله تلل کیږی . دلته موضوع د روایاتو د ارزولو ده تر څو یی کره او ناکره معلوم شی ، نو د روایاتو د ارزولو د پاره معیار د روایت سند او متن دی چه آیا د منلو وړ دی او که نه .

۲- سره ددی چه علماء پدی متفق دی چه ددغی قصی د ثبوت هیڅ د منلو وړ روایت نشته دی ، نو له همدی ځایه ده چه :

ډیر علما‌‌ء دغه قصه ټوله له بیخی ردوی اووایی چه دا د زندیقانو له خوا جوړه شوی قصه ده چه له یوی خو ایی روایات ټول ضعیفه دی ، او له بلی خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن مجید د عصمت سره ټکر لری , لكه : ابو بكر ابن العربي ( ت 542 ه) په تفسیر آیات الاحکام کی ، او قاضی عیاض ( ت ۵۴۴ ه) په الشفاء بتعریف حقوق المصطفی کی ، او فخر الدین الرازی (ت ۶۰۶) په التفسیر الکبیر کی، او ابن الجوزی په کشف المشکل من احادیث الصحیحین کی او په زاد المسیر کی ، او ابو عبد الله القرطبی په احکام القرآن کی ، او محمد بن یوسف الکرمانی ( ۷۸۶ ) د صحیح بخاری په شرحه کی او بدر الدین العینی ( ۸۵۵ ) په عمدة القاری شرح صحیح البخاری ، او محمد بن علی الشوکانی ( ۱۲۵۰ ) په فتح القدیر کی ، او آلوسی په روح المعانی کی ، او صدیق حسن خان ( ۱۳۰۷ ) په فتح البیان کی ، او د سید جمال الدین افغانی مصری شاګرد محمد عبده ( ۱۳۲۳ ) په خپله هغه رساله ګی چه پدی موضوع کی یی لیکلی ده . او معاصر ټول علما‌ء بلا استثاء، دغه ټول او نور په سلګونه علماء دغه قصه له اصله ردوی او دروغ یی ګڼی ,چه وروستی یی د حدیثو معاصر نامتو عالم شیخ ناصر الدین الالبانی دی چه د ( نصب المجانیق لنسف قصة الغرانیق ) نومی کتاب کی یی ددغی قصی تهداب او بنسټ په علمی منجنیقو باندی نړولی دی .

خو ځینی علما‌ء - لکه حافظ ابن حجر - بیا وایی چه ددغی قصی متعدد ضعیف روایات ددی معنی لری چه د قصی اصل شته دی ، خو نور علماء بیا د ابن حجر خبره ردوی او وایی چه د روایاتو تعدد حتما اوهر ځای د قصی د تقویت سبب نه شی کیدای ، او دغه روایات هم په هغی برید کی نه دی چه یو بل تقویه او د قصی اصل تری ثابت شی .

۳- خو هغه معتبر علماء چه وایی قصه اصل لری ، هغوی بیا ټول پدی کی په یوه خوله دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی نه قصدا او نه سهوا دغه خبر کړی ده، او هغوی بیا ددغی قصی په توجیه کی مختلف توجیهات کړی چه تر ټولو منل شوی توجیه دا ده چه : شیطان د رسول الله صلی الله علیه وسلم قرائت څارلو ، او کله چه د سوره النجم دی آیت ته راورسیده ( أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ ﴿١٩﴾ وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ ﴿٢٠﴾ ) نو پدی وخت کی کوم انسی او یا جنی شیطان خپل غږ د رسول الله صلی علیه وسلم پیښی وکړی او له خپله ځان دا غږ وکړ چه ( تِلْکَ الْغَرانیقُ الْعُلی وَإنّ شَفاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجی) او مشرکانو داسی فکر وکړ چه ګویا محمد د هغوی بتان وستایل ، نو هغوی هم د مسلمانانو سره یوځای سجده وکړه, او بيا دا ددروغه اوازه خپره شوه چه رسول الله د قریشو بتان ستایلی دی ، خو چه کله رسول الله صلی الله علیه وسلم شو چه دده تلاوت شیطان اخلال کړی دی ډیر خفه شو ، نو الله تعالی ورته د سورة حج په ( ۵۲ ) آیت کی تسلی ورکړه او پوه یی کړ چه دا یوازی ته نه یی چه شیطان درسره داسی کار وکړ ، بلکه شیطان ستا نه مخکی ټولو پیغمبرانو سره هم همداسی د هغه دتلاوت د اخلالولو هڅی کړی دی ، خو الله تعالى د شیطان دغه اخلالونکی خبره محوه کوی او خپل کتاب محکم او محفوظ ساتی (وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّـهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّـهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّـهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٥٢﴾

یعنی د غرانیق قصه نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوله راغلی او نه د قرآن مجید آیت دی ، بلکه هغه دهغه انسی او یا جنی شیطان خبره وه چه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قراءت په وخت کی یی دهغه پیښی وکړی .

۴- اوس به راشو د قصی متن ته :

د قصی متن هم بی له هیڅګونه شکه پدی ګواهی ورکوی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم او په هیڅ ډول هم پدغی جملی نطق ندی کړی ، چه ددغی دلائلو او شواهدو له جملی څخه دلته یوازی دغه یادولی شو ، چه ځینی یی ځما خپل اجتهاد دی او ځینی می لوستی دی .

لمړی :

د آیتونو سیاق ، پدی معنی چه قرآن کریم د همدغی سورت په دریم او څلورم آیت کی فرمایی : ( وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4) دلته الله تعالی ګواهی ورکوی چه رسول الله هیڅ خبره له ځپله ځانه نه کوی ، د هغه خبری پرته له وحی نور څه نه دی . نو دا څرنګه شونی ده چه هغه دی د قرآن کوم آیت له ځانه جوړ کړی ؟؟!! الله تعالی فرمایلی دی چه كه هغه داسي كار وكړی نو زه به سخته سزا ورکړم . مشرکانو همیشه د رسول الله صلی علیه وسلم معامله کول غوښتل ، او وړاندیز به یی ورته کاوه چه ته ددغه قرآن پر ځای کوم بل کتاب راوړه او یا همدا بدل کړه ، خو د رسول الله ځواب به دا وو چه زه هیڅ شی له ځانه نشم کولای ،بلکه د وحی تابع یم ( وَإِذا تُتْلى عَلَيْهِمْ آياتُنا بَيِّناتٍ قالَ الَّذِينَ لا يَرْجُونَ لِقاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحى إِلَيَّ إِنِّي أَخافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ) . نو ددی ټولو سره سره بیا دا څنګه شونی ده چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی یو ځل د قرآن کوم آیت له ځانه جوړ کړی ؟! دا خبره کله هم سلیم عقل نشی منلای .

او همدغه آیتونه ( ( أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ ) په استنکاری استفهام پیل شوی دی او په همدي ځای کی ورپسی په ( ۲۲ )آیت کی ویل شوی چه : (إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ) دغه( بتان ) هسی خالی نومونه دی چه تاسی او ستاسی پلارونو نومولی دی ، او د الله تعالی له لوری یی هیڅ دلیل نشته دی ، دوی د خپل ګومان او خپلی هوا او هوس پیروی کوی .

نو دا څرنګه شونی ده چه په یو ځای کی دی یی هم صفت وشی او هم دی هغه یو بی معنی او بی ګټی کار اوبلل شی ؟ په یو سیاق کی د یو شی مدح او ذم کول ناشونی دی .

دوهم :

که چیری دا کار رښتیا شوی وای نو قطعا به د ډیر مسلمانانو په زړونو کی شک پیدا شوی وای او بیرته به له دینه ګرځیدلی وای ، خو هیڅوک به ددی څرک ونه لګوی چه کوم مسلمان دی هغه وخت بیرته مرتد شوی وی .

دریم :

که چیری رښتیا هم دا کار شوی وای نو باید چه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره د مشرکانو کرکه لږ څه کمه ،او دښمنی کمی شوی وای ، خو داسی ونه شوه ،بلکه برعکس دښمنی ورز تر بلی زیاتیدله تر څو چه مسلمانان او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ګران ټاټوبی پریښودلو او هجرت کولو ته مجبور شو .

څلورم :

که رښتیا هم دا کار شوی وای ، نو د هغی اوازی د خاموش کیدلو وروسته به هرو مرو پیغمر ته پیغور ورکاوه ، او د هغه د نبوت ددروغو ثابتولو لپاره به یی همدغه پیښه وار وار یادوله . خو هیڅوک به ددی کومه بیلګه پیدا نکړی .

نو د پورتینو دلائلو پر اساس ددغی قصی متن هم چیغی وهی چه زه درواغ یم .

۵- ملحد صاحب د خپلی شبهی په ترڅ کی وایی چه : ( وروسته چې کله یهودانو او عیسویانو وویل چې موږ ویل چې محمد د خدای وحدت نه مني نو د نجم له سورې څخه یې پاسنی آیت لرې کړ.)

دغه احمق پدی نه پوهیږی چه دنجم سورت او د سورة حج هغه آیت دواړه مکی دی ، او دا هغه وخت وو چه دلته یهود د مسلمانانانو سره هيڅ خلط شوی نه وه او نه ورته د قرآن مجید دا تفصیلات معلوم وه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی دی داسی نیوکه وکړی .

او ددی نه آخوا : حتی په همدی شیطانی جمله کی داسی څه نشته چه هغه د توحید سره منافی وی ، بلکه ویل شوی چه ددغی بتانو د شفاعت هیله کیږی . دا خو لا پریږده چه نه په مکه کی او نه په مدینه کی مسیحیان وه چه په رسول الله صلی الله علیه وسلم دی داسی نیوکه وکړی .

د پورتنی وضاحت معنی دا شوه چه په قرآن کی نه تحریف شوی او نه پکی بدلون راغلی او د الله تعالی دا وعده او ژمنه چه فرمایی مونږ دغه قرآن نازل کړی او مونږ به یی ساتو (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(  په خپل ځای ولاړه ده .

لنډه یی دا چه ملحدانو د مستشرقینو څخه دا خبره اوریدلی ده ، او بیا یی د یو څو ډالرو د مزدورئ ترلاسه کولو لپاره ژباړلی او نشره کړی ده ، او خپله دغه دنده یی ترسره کړی ده چه : شبهه وکره او نور ځه ، مونږ یی د تحقیق او سپیناوی اهلیت او استعداد نه لرو .

ملحدانو ! مونږ درپسی یو ، او هر دروغ به مو په علمی دلائلو د لمر په شان ځلوو ، ان شا‌ء الله تعالی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک