اسلام او دنیوی علوم
عمر عماد
ځینې خلک په رښتني اسلام د ناپوهۍ او ځینی نور بیا د اسلام سره ددښمنۍ له مخي داسې انګېري چې ګویا په اسلامي شریعت کې دنیوي علوم او د هغوي زده کړه هیڅ ځای نه لري، نو له همدې ځایه راته دا اړین ښکاره شول چه ددې موضوع په هکله باید د اسلام دریځ او د شریعت حکم روښانه شي، نو هیله ده چه په غور او حوصله ولوستل شئ!
زه په اسلام کې د علم په اوچت مقام نه غږېږم - ځکه چې په شرعي نصوصو کی چې کوم ځای د علم فضیلت په مطلقه توګه یاد شوی جماهیر علماء وایي چې د هغه نه مراد شرعي علم دی خو پدې شرط چې نیت د الله تعالی رضا وي – نو ځکه مخامخ موضوع ته راځم او په څو ټکو کې رڼا پرې اچوم؛
لومړی: مادي(دنیوي) علوم د ډیرو شرعي احکامو د پرځای کولو وسیله ده، د بېلګې په توګه:
① د اسلام او مسلمانانو ددښمنانو مقابله او ددغې مقابلې لپاره تیاری کول او وسایل برابرول پر مسلمانانو فرض دي.
اللهﷻ فرمایلي دي: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِباطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ.
په دې آیت شریف کې مسلمانانو ته د جګړې په وسایلو او اسبابو د ځانونو چمتو کولو باندی امر شوی دی.
او بل ځای ورته امر کوی چې: يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ.
دلته هم په پام او حذر کولو امر شوی دی، او د اصولو علماء وایي چې مطلق امر وجوب افاده کوي.
② علماء وایي چې د شریعت اصلي مقصد او موخه د هغو پنځو شیانو ساتل دي چې انسان ورته دیني او دنیوي ضرورت لري چې هغه عبارت دې له: دین ، نفس ، مال ، عقل او نسل څخه، دغه پنځه ضروریات ساتل لکه څرنګه چې ښایې هسې نن سبا پرته له مادي او دنیوي علومو ستونزمن دي، یا په بل عبارت یوازې د همدې علومو په ترلاسه کولو ممکن دي.
③ اسلام له مسلمانانو غواړي چې همېشه برلاسه او د نورو په مقابل کی عزتمن واوسئ، او کله هم د هغوی په وړاندي د ټیټوالی احساس ونه کړي، دا لا څه چې عملا تر نورو ټیټ او هغوی ته محتاج وي، اللهﷻ فرمایلي دي: وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ، ـــ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً، ـــ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ.
او ښکاره خبره ده چې دا کار هله ممکن دی چه مسلمانان په مادي علومو کې که تر نورو وړاندي نه وي کله هم کم ترې نه وي، او که یې سیالان نه وي بیا به نو سپک وي، چې سپکوالي یې دنیوي او اخروي خطرناکې پایلې لري ، لکه دا نن چه مسلمانان ورسره عملا لاس په ګریوان دي.
④ په قرآن مجید کې ځای ځای په کائناتو کې د الله تعالی د شتون او د هغه د صفاتو(علم ، قدرت ، حکمت ... ) د نښو نښانو یادونه شوی ده ، او انسانانو ته یې سپارښتنه کړې چې په هغې کې فکر وکړئ، او دا فکر کول په معاصر وخت کې یوازې په ساینس ښه کېدلای شي، هر څومره چې یو مسلمان عالم د کائناتو په اسرارو خبر وي هماغومره د قرآن مجید د اعجاز په رابرسېره کولو او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د حقانیت د اثبات لپاره روڼ استدلال کولای شي.
⑤ قرآن مجید د روزۍ پیدا کولو، او دنیوي ژوند په برابرولو امر کړی دی: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا، ــــ فَإِذا قُضِيَتِ الصَّلاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ، ــــ رَبَّنا آتِنا فِي الدُّنْيا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنا عَذابَ النَّارِ. او دا کار لکه څرنګه چه ښایي هغسې یوازې په علمي پرمختګ ممکن دي.
کله چه دا جوته شوه چې دنیوي علم(ساینس) ددغه راز مهمو شرعي آحکامو او واجباتو د پرځای کولو وسیله ده او پرته له هغه ناشوني دي، نو له همدې کبله ډېرو علماوو د دنیوي علومو زده کړه فرض کفایي بللې ده ځکه چې یوه اصولی فقهي ګډه قاعده وایي چې: ما لا یتم الواجب الا به فهو واجب، هغه څه چه واجب پرته له هغه نه پرځای کیږی هغه هم واجب دی. اوپه عین وخت کی له دغه علومو څخه مخ اړول د امت د ضعف او ضرر مهم لامل دی ، او د یادې شوي قاعدې خور بله قاعده وایي چې: ما ادی الی الحرام فهو حرام، یعنی مخنیوی یې پکار دی، چې دې ته په شریعت کې (سد الذرائع) وایي، چې دغه دواړه قاعدې بیا د بلې پراخې مقاصدې قاعدې تر چتر لاندې راځي چې هغه هم د علماوو سره منل شوې قاعده ده: للوسائل احکام المقاصد، یعنی مباح وسیلی د مقاصدو حکم لری، همدا راز یوه بله فقهي متفق علیها قاعده وایي چې ( الضرر یزال ) ضرر به لیری کیږی، او شک نشته چې د مسلمانانو اوسنی حالت ترهر پخواني وخت ډېر تاواني حالت دی او باید لیرې او بدل کړای شی.
دوهم: د پورته یادو شویو قواعدو پر بنسټ دنیوي علوم فرض کفایي ګڼلی شو لکه وړاندې چې یی یادونه وشوه، زه به دلته د څو پخوانیو او اوسنیو نامتو علماوو خبرې لنډې لنډې وړاندې کړم:
① امام غزالي په خپل احیاء علوم الدین نامتو کتاب کې وایي: فرض کفایي علم هغه علم ته وایي چې د ژوند په چارو کې ترې رغېدل نه کیږي لکه طب چه د بدن د پایښت لپاره اړین دی، او لکه حساب چې د معاملاتو، میراث، وصیت او نورو شیانو د ویشلو لپاره اړین دی، همدا راز د صنعتونو اصول هم فرض کفایي دي لکه بزګري او رخت اوبدل، خیاطی او داسی نور.
② همدا راز امام نووي په خپل روضة الطالبین نومی کتاب کې وایي: ځینې عقلي علوم چې ورته اړتیا ده فرض کفایي دي لکه طب او حساب.
③ امام عز الدین ابن عبد السلام په خپل قواعد الاحکام فی مصالح الانام نومی کتاب کې وایي: طب لکه د شریعت په شان د روغتیا او د بدن د سلامتیا، د رنځوریو د علاج او چفع کولو لپاره وضع شوی دی دواړه یعنی شریعت او طب د ګټو د راسته راوړلو او مفاسدو د له مینځه وړولو دنده لري.
④ امام ابن القیم په خپل الطرق الحکمیة کتاب کې وایي: هغه صناعات چې ټولنه ورته اړتیا لري، لکه بزګري، رخت اوبدل، ودانۍ جوړول او داسې نور شیانو باندې خلک مکلف کړئ، ځکه چه د خلکو ګټې بې له هغو نه شي خوندي کېدلای ، نو له همدې امله ځینې شافعي او حنبلي فقهاوو ویلي دي چې ددغو کارونو زده کول فرض کفایي دي.
⑤ همد اراز شیخ محمد رشید رضا په خپل المنار نومي تفسیر کې ځای ځای پدې خبره ټینګار کړی دی، مثلا : هغه یو ځای وایی : ( ... نو ځکه علماء وایی چه ټول هغه صناعات او فنون چه انسانان ورته په ژوند کی اړتیا لری د دینی فرائضو څخه دي، که ټول امت د هغې کوم یو پرېږدي بې له ناتوانه کسانو نور ټول ګنهګار او د الله ددین مخالف ګڼل کیږي، په همدې فکر او همدې عقیده د اسلام د برم څلی پیړۍ دنګ ولاړ وو ) بل ځای پر مسلمانانو باندې ددښمن په وړاندې د تیاري په ترڅ کې وایي: چې مسلمانان باید توپونه، جنګي الوتکې او کښتۍ... ولرئ، او دا هر څه په ساینس پورې تړلي دي نو ځکه دغه علوم په ننني عصر کې په مسلمانانو واجب دي.
⑥ شیخ ابن عثیمین وایي د ځینې دنیوي علومو زدکړه لکه انجنیري، طب اوداسې نور هېڅ باک نه لري، بلکه که د چا نیت سم وو اجر هم ورکول کیږی، ځکه دا علوم د نورو شیانو لپاره پکار دي، نو له همدې کبله ځینې علماء وایي چې د طب زده کړه فرض کفایي ده.
دریم: د دنیوي علومو زده کول په اصل کی ( هو په اصل کی ) مباح کار دی ، خو که د چا نیت دا وي چې مسلمانانو ته خدمت وکړي بیا په طاعاتو کی شمیرل کیږی، ځکه چې دا شرعي منل شوې قاعده ده چې مباح کار په ښه نیت په طاعت او د ثواب په کار بدلیږي، حتی که د خپلی میرمنی سره کور والي، او یا ورته په خوله کی ګوله ورکول هم وي لکه په حدیثو کې چې راغلي دي.
څلورم : ددغو علوم د زدکړو شرائط برابرول او د هغو خپرول د اسلامي حکومت درنه او اساسی دنده ده.
پنځم : معلومه خبره چه د دنیوي علومو څخه مراد یواځې هغه علوم دي چې مسلمانانو ته یې روا ګټه رسیږی، خو هغه علوم اوفنون چې ګټه یې ناروا ده په خپل اصلي حکم پاته دي.
شپږم: ددنیوي علومو تر څنګ هر مسلمان پدې مکلف دی چې د شرعي علومو هغه برخه زده کړي چې خپل ورځنی ژوند کې یې ورته اړتیا ده، ددیني او عصري علومو یو ځای زده کړه یوازې زمونږ او ستاسې په هېوادونو کې دود نه دی خو په ځینی هیوادونو کې بیا اکثره خلک دواړه ډؤلو ته لاس رسی لری ، لکه مصر چې اکثره شېخان یې اوچت عصري زده کړې لري.
اووم: دادی څوک نه وایي چې که داسې وای نو پخواني علماوو ولې په دې علومو دومره ټینګار نه دی کړی ، اودا ځکه چې هغه وخت چا ته ددغو علومو ارزښت نه وو معلوم، او نه یې له ګټې او اهمیت دومره څرګند وو لکه نن چې څومره دی، فقهی مهمه قاعده وایی: لا ینکر تغیر الاحکام بتغیر الازمان، یعني د هغه اجتهادي فقهي احکامو چې د مفاسدو او مصالحو په پرتله، او یا په عرف او عادت ولاړ وي د وخت په تیریېدو سره بدلېدل د نیوکې وړ کار نه دی.
اتم: په پای کی د یو ټکي یادونه راته مهمه ښکاري، او هغه دا چه ځینې خلک په ملایانو او علماوو نیوکه کوي چې هغوی دنیوي علومو ته چندان ارزښت نه ورکوي او یا بد ورته وایی .
هو ، سره ددې چې دهغوی دغه کار په اصل کې صحیح نه دی، خو هغوی دومره ډېر ملامت هم نه دي ځکه چه زمونږ په ټولنه کې به چې ډېرو زلمکیو په مکتب کې یو څو ټکي زده کړل نو ځان به ورته له بده مرغه دوهم انشټاین ښکارېده او په ملایانو او دیني علومو ملنډې وهل به ورته د ترقۍ او پرمختګ نښه ښکارېده.
لنډه یی دا چه: که د مسلمانانو سره رښتیا هم د هغسې باعزته ژوند غم وی لکه څرنګه چې ددې امت سره ښایي نو باید چې په شرعي معیارونو منضبط دنیوي علم لاس ته راوړلو هوډ وکړئ!
والله المستعان ، وعلیه التُّكْلان .
