No-IMG

د جاوید احمد غامدی سره د مفصلو خبرو لمړئ برخه

عمر عماد

 

د غامدی یو مخلص د هغه د کتاب ژباړه په فیسبوک کی پیل کړی او ما یی په اوله برخه په پنځو پر له پسی کمنتونو کی دغه تعلیق او تعقیب کړی دی چه د ټولو نه مهم یی آخری دوه کمنتونه دی ، هیله ده چه د غامدی د فکر څخه متآثرین یی تر پایه ولولی :

.........

ښه دی وکړل چه دا لړئ مو پیل کړه ، مونږ به هم در سره قدم په قدم روان وو او علمی ازرونه به یی کوو ، ان شا‌‌ء الله تعالی .

پدی لیکنی کی ځما د تبصری مهم ټکی دا دی : البته دا خبره باید مخکی له مخکی روښانه وی چه هر څه به په دلیل او برهان منل کیږی ، او په هغه اصولو به تلل کیږی چه علماوو پری مخکی له مخکی اتفاق او یا شبه اتفاق کړی دی .

لمړی : دغه سړی وایی : ( قرآن ...د وحی په ټولو لړیو باندی مهیمن دی.) آیا بی له قرآنه د وحی بله لړئ هم شته ؟

که وایی چه هو نو هغه به همدغه حدیث ( سنت ) وی چه ډیر علما‌ء یی غیر متلو وحی بولی او غامدی یی ورسره نه منی . او که وایی چه نه ، نو دغه وحی لړئ له کومو برخو جوړه ده چه یوه یی قرآن ده او هغه په نورو لړیو حاکمه او مهیمنه ده ؟

دوهم : وایی : ( قرآن قطعی الدلاله دی ) . دا داعا‌‌‌ء یی غیر دقیقه ده ځکه چه قطعی الدلاله هغه څه ته ویل کیږی چه د نص څخه اخیستل کیږی او کوم بل بیان ته پکی ضرورت نه وی . او ظني الدلالة هغي ته ويل كيږی چه هغه په یوی خبری دلالت کوی خو دلالت یی قاطع نه وی بلکه د تاویل او بلي معنى اخيستلو احتمال پکی موجود وی . مجالابن الشاط - رحمه الله تعالى په تهذیب الفروق (2/130 ) كي وايي : ( كل ما استفيد من النص فهو قطعي الدلالة لا ظنيها) .

او همدا راز عبد الوهاب خلاف په علم اصول الفقه (۳۵ ) کی وایی : ( فالنص القطعي الدلالة هو ما دل على معنى متعين فهمه منه ولا يحتمل تأويلا ولا مجال لفهم معنى غيره منه)

امام شاطبي په الموافقات (3/184 ) كي وايي : ( كل دليل شرعي؛ إما أن يكون قطعيا أو ظنيا) يعني هر شرعي دليل به يا قطعي الدلالة وي او يا به ظني الدلالة .

دا خبره د اصولولو فقهی په علم کی دبدهیاتو له جملی څخه ده ، ځکه د نورو علماوو د خبرو یادولو ته یی اړتیا نه وینم .

خلاف د قطعی الدلاله د تعریف په بیان کی وایی قطعی الدلاله لکه د میراث آیت : {وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ} او يا لكه {فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ} او دی ته ورته آیتونه چه په هغی کی د همدغی یوی معنی څخه د بلی احتمال نشته او نه پکی د اختلاف تصور کیدلای شی .

آو ظنی الدلاله لکه {وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ} چه دلته د ( قرء ) لفظ [ه عربي كي مشترك دي ، هم د حیض معنی لری ، او هم د حیض نه د پاکوالی ، نو ځکه علماوو اختلاف پکی کړی دی ( او د نورو دلائلو په رڼا کی ) چا تري يوه معنى اخيستي او چا تری بله.

يا ( حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ) دلته عموم مرداره (ميتة) یاد شوی ده ، چه په هغی کی له یوی خواد مرداری د پوستکی په شمول ټول اعضاءراځی او هم پکی د وچی اواوبو دواړو مرداری راځی ، چه په داوړو کی د تخصیص احتمال شته .

یا مثلا په قرآن کی راځی چه : {مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ} خو هغه باى د ثمودیانو د سیمی هر څه نه بلکه هغه څه رمیم کړل چه الله تعالی یی اراده کړی وه .

او دا چه بیا قطعی الدلاله پدی تفسیروی چه ( ددې مطلب دا دی چې د قرآن ټکي دا استعداد لري چې خپل مننونکي هماغه مدعا ته ورسوي د کوم لپاره چې دغه الفاظ کارول شویدي.) دا خبره بالکل مسلمه ده خو دا د قطعی الدلاله تفسیر اومعنی نه ده ، بلکه قطعی الدلاله هغه ته وایی چه دتآویل او دوهمی معنی احتمال پکی نه وی ، خو په قرآن کی داسی ځیان شته چه ددوهمی معنی احتمال پکی وی ، چه دغه دوهمه معنی یا د قرآن په بل ځای کی راغلی وی ، او یا یی رسول الله صلی الله علیه وسلم تفسیر اوبیان کړی وی ، نو ځکه حدیث دقرآن مجید شرح او تفصیل ګڼل کیږی ، لکه د لمونځ او زکات او روژی او حج او نورو احکامو تفصیل چه په قرآن کی مجمل راغلی ( یعنی د یو نه دډیرو معناګانو احتمال پکی شته ) خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یی بیان کړی وی چه دغه معنی ددی آیت شریف لاندی راځی({وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ}

او له همدي ځایه ده چه امام شافعی وایی :

ومنه [يعني د قرآن د بیان له وجوهاتو :]ما أحكم فرضه بكتابه وبين كيف هو على لسان نبيه مثل عدد الصلاة والزكاة ووقتها وغير ذلك من فرائضه التي أنزل من كتابه.) الرسالة 21 ( دلته بیا هغه د قطعی الدلاله په معنی کی د ستونزی سره مخ دی او اشکال یی مطرح کړی چه ما هماغلته مفصل ځواب ورکړی دی ، که څوک غواړی هلته یی کتلای شی )

...........................................................................

دی بیا وایی چه : (دویم دا چې سنت د ابراهیمي دین هغه روايت دی چې محمد الرسول الله صلی الله عليه وسلم پکې د تجدید او اصلاح نه وروسته او ځینو اضافو سره په خپل مننونکي باندي د دین په حیث جاري کړو. )

دلته ځما د تبصری وړ دوه خبری دی :

لمړی

دا چه اول خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ سنت ته به ابراهیمی سنت تر هغه نه ویل کیږی تر څو چه یی د قرآن او حدیث نه ثبوت نه وی پیدا شوی چه دا ابراهیمی سنت دی ځکه چه د ټولو انبیاوو دین یو دی چه هغه اسلام دی ( توحید ، او یوازی د الله تعالی عبادت ، آو اجتماعی او اخلاقی اصول لکه : عدل ، او یا صدق ، اودی ته ورته موضوعات ) خو شرائع ( یعنی فرعی احکام ) یی بیلا بیل دی . الله تعالی فرمایی : {لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا [المائدة: 48] او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : (الأنبياء أخوة لعلّات أمهاتهم شتى ودينهم واحد) یعنی انبیا لکه میرنی ورونه ، دی یی یو خو مورګانی ( شرائع ) یی بیل بیل دی . که بیا هم څه ستونزه درسره وی د همدغی آیت تفسیر ته مراجعه کولای شی .

او دوهم دا :

چه جدلا به دا اومنو چه ددی دین سنت هماغه د ابراهیمی دین سنت دی ،خو دغه تجدید او اصلاح او اضافه والی کوم دی؟ ، معلوم اوثابت دی او که نه ؟ که ثابت وی نو په څه به ثابت کیږی ؟ آیا هغه به حتما په قرآن او متواتر سنت ثابت کیږی او که په آحاد احادیثو هم ؟

- ددی نه مهمه دا چه : آیا دا دقیقه خبره ده چه دلته سنت همداسی تعریف کړو ؟ او که نه دا پوره دین دی چه په قرآن او سنت کی رانغاړل شوی دی ، نو د سنت عنوان ولی ورکول شی ؟ چه ددی وضاحت په لاندی فقری کی راځی .

غامدی بیا وایی چه : (په قرآن کې الله پاک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د ابراهیمي سنتو د اتباع حکم ورکړيدي).

په قرآن مجید کی د ابراهیمی سنت په اتباع امر ندی شوی ، بلکه د ابراهیم د ملت په اتباع امرشوی دی

(ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ)

د غامدی په خبرو کی سنت د قرآن قسیم ( یعنی دقرآن تر څنګ د شرعی دلیل یو ډول ) یاد شوی دی ، او ویل شوی چه سنت هماغه ابراهیمی ملت دی چه تعدیل پکی راوستل شویدی ، نو پوښتنه به وکړو چه ملت إبراهيمي يعني څه ؟ كه په قرآن مجید کی د ( ملة ابراهیم ) کلمي استعمال اوګورو نو راته جوته به شی چه هلته دغه ټکی په څو ډولو استعمال شوی دی : ۱- د ابراهیم د ملت په اتباع امر کول ، لکه پخوانی آیت . ۲- قُلْ إِنَّنِي هَدانِي رَبِّي إِلى صِراطٍ مُسْتَقِيمٍ دِيناً قِيَماً مِلَّةَ إِبْراهِيمَ حَنِيفاً وَما كانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 3- وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ.

آیا جناب غامدی صاحب ویلی شی چه دلته ملت ددین په معنی دی او که د سنت ؟ اوكه نه دين او سنت يو شي دی ؟

او كه جدلا دا اومنو چه دلته ملت ابراهیم د سنت ابراهیم په معنی دی ، نو :

- أيا مونږ د ابراهیم علیه السلام دهغو سنتو په پیروئ ملزم یو چه زمونږ په دین کی نسخ شوی ندی ؟ كه وايو چه نه نو موضوع ختمه شوه ، او که وایو چه هو ، نو آیا دا ددی معنی لری چه نور سنت دی نه وی ؟ په آیت کی خو د حصر صیغه نده کارول شوی ، نو بیا ددی حصر دلیل څه شی دی ؟

- له کومه به پوهیږو چه کوم سنت ابراهیمی دی او باید عمل پری وشی ، او کوم غیر ابراهیمی دی چه عمل پری الزامی کار ندی ؟

..........................................................................

دغامدی همدغه لیکنه راته پخوا یو بل چا ترجمه کړی چه په هغی کی د تیری خبری نه وروسته بیا غامدی بله مهمه خبره کړی ده ، او ماموندزی صاحب حذفه کړی ده ، هغه وایی :

( د حضرت محمد ص په واسطه چی کوم دین مونژ ته راغلی ده هغه دا ده.

عبادات: ۱: لمونځ، ۲: زکات او صدقه فطر، ۳: روزه او اعتکاف، ۴: حج او عمره، ۵: قربانی او د ایام تشریق تکبیرونه

معاشرت: ۱: نکاح و طلاق او د هغه متعلقات، ۲: حیض و نفاس کی د زن و شو د تعلق اجتناب

خور و نوش: ۱: خنځیر، وینه، مردار او د الله نه بغیر په بل نوم باندی ذبح شوی ځناورانو حرمت، ۲: د الله نوم اخستو سره د ځناورانو تذکیه

رسوم و آداب: ۱: د الله نوم اخستو سره په ښی لاس باندی خوړل ۲: د ملاقات په وخت کی السلام علیکم او د هغه جواب ۳: پرنجی راتلو باندی الحمد لله ویل او د هغه جواب یرحمک الله ویل ۴: بریتونه ټیټول ۵: زیر ناف ویښتان کمول ۶: د بغلونو ویښتان پاکول ۷: نوکان کټ کول ۸: د هلکانو ختنه کول ۹: د خولی، پوزی او غاښونو پاکول ۱۰: استنجا ۱۱: حیض و نفاس څخه بعد غسل کول ۱۲: د جنابت غسل ۱۳: تجهیز و تکفین ۱۴: تدفین ۱۵: عید الفطر ۱۶ : عید الاضحی

سنت همدا دی، او د همدی په اړه دا بلکل قطعی او د ثبوت له اعتباره هم په قرآن او دی کی هیڅ فرق نشته. قرآن چی څنکه د اصحاب کرامو د اجماع او قولی تواتر سره رارسیدلی دی همداسی دا هم په اجماع او عملی تواتر سره رارسیدلی دی او د قرآن په شان دا هم په هر دور کی د مسلمانانو د اجماع څخه ثابت دی. لهذا د دی په اړه اوس د هر نوع بحث و نزاع هیڅ ګنجایش نشته. )

دلته هم دوه ټکی تبصره لرم

لمړای دا چه :

دا کوم یو سنت په تواتر تر مونږ رارسیدلی دی ؟

- او هغه چه په تواتر راسیدلی دی هغه عام احکام دی او که مفصل ؟ په عامو احکامو عمل ناشونی دی ، نو هرو مرو به مفصل وی ، نو آیا دغه تفصیل مونږ ته څومره په تواتر او څومره په آحاد رارسیدلی دی ؟ زه خو وایم چه متواتر یی صرف همدومره دی لکه په اوړو کی مالګه ، نه پوهیږم چه جناب غامدی صاحب به پکی څه وایی ؟

دوهم :

ما په خپلی تیری لیکنی کی د غامدی په همدی لیکنی ارزونه کړی چه دلته یی راکاپی کووم :

د تعجب او حیرانتیا خبره ده چه غامدی دغه محدود شمیر سنت اعمال ددین برخه او عمل پری لازم بولی (!!!) پداسی حال کی چه په خپلو ټولو خبرو کی نه معاملات یادوی او نه جنایات ، نه حکم او قضا او د شريعت حقوقي اړخ یادوی ، او نه جهاد او د غیر مسلمانانو سره چلند !

یعنی د هغه په نزد کی هغه څه چه د مسلمانانو دعملی ژوند سره تړاو لری هغه ددین برخه نه ده ! چه دا هماغه سیکولرزم او امریکایی اسلام دی .

دغامدی دغه خبره هم په هیڅ شکل د منلو وړ نه ده : چه چون دغه پورته یاد شوی احکام مونږ ته په عملی تواتر رارسیدلی ، نو یوازی په همدی عمل لازم دی ، او ددی نه آخواپه احاد احادیثو ثابتو احکامو ته اړتیا نشته دی .

دا خبره یی ځکه دقیقه نه ده چه :

اول خو دغه اعمال ټول په لمړی سر کی په قولی أحادو احادیثو ثابت شوی او بیا خلکو عمل پری کړی . یعنی داسی ندی شوی چه زامنو پلرونه لیدلی وی او بیا یی د هغوی تقلید کړی وی ، که داسی وای نو د مدینی د تابعینو او اتباع تابعینو عمل به پر ټول امت حجت وو او هیڅ مخالفت به یی نه کیده ، ځکه چه هغه خلکو عملا صحابه او د هغوی اعمال لیدلی وه او بیا تری نورو ته انتقال شوی وه . لکن بیا هم پرته له مالیکانو هیچا هم د مدینی عمل ددینی احکامو د دلیل په صفت ندی منلی . حتی خپله صحابه کرامو په ځینی مواردو کی اختلاف کړی دی .

دوهم دا چه : همدغه شیان چه غامدی یوازی همدا دین ګڼی ( عبادات ، معاشرت ...) الخ . په همدی شیانو باندی پوره او صحیح عمل کول هم پرته له آحاد احادیثو ممکن ندی ، ځکه چه د لمونځ او روژی او حج او زکات ... او نوور ، هغه تفصیلی احکام چه پرته له هغی پدی شیانو لکه څرنګه چه ښایی هسی عمل ناشونی دی دا ټول په احاد احادیثو ثابت دی ، که نه : مونږ تری پوښتنه کوو چه :

- آیا د لمونځ په فرعی او تفصیلی احکامو به له کومه پوهیږو ؟

- د څارویو زکات به څرنګه ایسستل کیږی ؟

- د روژی مفطرات ، او د حج محظورات .. الخ . به له کومه زده کوو ؟ آیا دا ټول په احاد احادیثو ثاتب شوی او که په عملی تواتر ؟!

د هغه نه دا پوښتنه نه کووو چه :

آیا :

۱-د بیع ، او ټولو معاملاتو اوراکړی ورکړی تفصیلی آحکام .

۲- د جنایاتو او حدودو تفصیلی احکام .

۳ - د قضاء او حقوقو تفصیلی آحکام

۴- د نکاح او طلاق ، لعان ، میراث ، نفقه ... او کورنی ژوند د نورو موضوعاتو تفصیلی احکام

5- د ښځی اود هغی د خاله او عمه یو ځای نه نکاح کول

.

6 - او یا د رضاعی ترور نه نکاح کول

7- د ځناورو او جارحه مرغانو غوښه نه خوړل

8- د اخلاقو احادیث او آحکام .

9- د اهل الذمة احکام .

.......................................................................

داسړی بیا وایی :

(لاریب دین په همدی دوه صورتونو کی دی. له دینه هاخوا هیڅ شی دین نده او نه هغه دین جوړیدلی شی. د حضرت محمد ص قول، فعل او تقریر و تصویب اخبار آحاد چی عموما هغه ته حدیث ویل کیژی.)

وایم : د چا په اصطلاح کی ورته حدیث ویل کیږی ؟ که د علماوو په اصطلاح کی وی ، نو ولی بیا د علماوو نور اصطلاحات او نور اصول نه منل کیږی ؟

ددی نه اخوا :

علماء وایی چه متواتر حدیث د احادیثو یو ډول دی

او د سنتو او حدیثو دغه توپیر چه دلته یاد شوی دی ، دا چا کړی دی ؟ که دا د غامدی صاحب ابتکار وی نو دلیل یی څه دی ؟ .

......

دا سړی بیا وایی :

د هغوی ( یعنی احادیثو ) په اړه دا حقیقت ناقبل تردید ده چی د هغه د تبلیغ و حفاظت لپاره حضرت محمد ص هیڅ اهتمام نده کړی، بلکه اوریدونکو او لیدونکو باندی یی پریشی ده چی که غواړی انتقال یی کړی او که غواړی نه یی انتقالوی)

وایم :

دا خبره مستقل بحث غواړی اوکیدای شی ځای یی راشی ان شا‌ء الله تعالی، خو زه به عجالتا داپوښتنه وکړم چه :

آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران په بیان مکلف دی اوکه نه ؟ حتما به ځواب دا وی چه هو ، ځکه چه الله تعالی فرمایی : وَأَنْزَلْنا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ ) او فَإِذا قَرَأْناهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنا بَيانَهُ) نو آیا دغه بیان رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثو کړی اوکه په عملی متواتر سنتو ؟ كه څوک ووایی چه په عملی سنتو ، نو غلطه خبره یی کړی ده ، ځکه چه د قرآن مجید دډیرو کمو احکامو بیان په عملی تواتر شوی دی ، او په عامه توګه یی په آحاد احادیثو کی راغلی دی – چه دلته یی د بیلګو د یادولو ځای ندی . او که وایی چه د قرآن بیان په آحاد احادیثو شوی دی ، بیان نو ددی نه د احادیثو زیات اهمیت چیری دی ؟ او رسول الله علیه سلم څه ضرورت درلود چه په هغی ټینګار وکړی ، ځکه چه هغه یو معلوم حقیقت وو اورغیدل تری ناشونی وه ، صرف خبره پدی کی وه چه هغه وخت د حدیثو انتقال عادتا په خولی کیده ، او د قرآن انتقال په خولی او په لیکنه دواړو .

دی بیا وایی :

( نو ځکه له دینه [یعنی له حدیثو ] په دین کی د هیڅ عقیدی او عمل اضافه والی نه کیژی. )

وايم :

إضافه والي يعني څه ، او هغه به په څه پیژنو ؟پداسی حال کی چه الله تعالی د رسول الله په لارښونو عمل کولو باندی امر کوی ، امر به یی منل کیږی او له نهی به یی ډډه کیږی (وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا) اومعلومه خبره ده چه دلته ( ما ) اسم موصول دی او هغه د عموم د صیغو څخه دی . ( دا چه په حدیثو باندی عمل لازم نه دی بلکه د هر چا خوښه چه عمل پری کوی او که نه ، دا د غامدی سره د اختلاف یو مهم اونسټیز ټکی دی ، چه وضاحت یی لاندی او په راتلونکو لړیو کی کیدای شی راشی ، ان شا‌‌ء الله تعالی .

دا سړی بیا وایی :

(د دین متعلق چی هر شی په احادیثو کی راځی، هغه په حقیقت کی په قرآن و سنت کی محصور د همدی دین تفهیم و تبیین او په هغه باندی عمل کولو لپاره د حضرت محمد ص اسوه حسنه ده. د حدیث دایره په دی معامله کی همدومره ده. چنانچه د دینی حیثیت سره به دی دایری څخه د باندی هیڅ شی نه حدیث کیدلی شی او نه محض د حدیث بودن په اساس هغه قبول کیدلی شی. ) .

وایم :

دلته پوښتنه پیدا کیږی چه : اسوه حسنه یعنی څه ؟ آیا په مسلمانانو باندی لازم دی چه رسول الله باید حتما خپله اسوه حسنه وګرځوی او که نه ؟ که وایی چه هو ، نو بیا ددی معنی دا شوه چه د احاد او متواتر تر مینځ توپیر بی معنی دی .

او که وایی چه نه ، نو بیا ددی معنی دا شوه چه د هر چا خوښه ده چه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو عمل کوی او که نه . د غامدی ځواب دا دوهم دی .

............................................................................

غامدی بیا وایی :

( په دغه دایره کی د ننه ننه، د دی حجت په هر هغه چا باندی قایم کیژي چی د هغه په صحت باندی مطمین شی او د حضرت محمد ص د قول و فعل و تقریر و تصویب په حیث یی قبول کړی. بیا د هغه څخه انحراف د هغه لپاره جایز نده بلکه ضرور ده چی د حضرت محمد ص کومه فیصله یا حکم په هغه کی بیان شوی وی نو د هغه په وړاندی سرتسلیم خم کړی. )

وايم :

دلته هم څو خبری د تبصری وړ دی :

لمړی دا چه : دلته یوه خورا خطرناکه خبره شوي ده ، او هغه دا چه که په صحت اطمئنان د اتمام حجت لپاره حتمی وی ، نو بیا خو په یو مشرک اوکافر باندی هم اتمام حجت ندی شوی ، ځکه چه هغوی – په ښکاره - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په صحت مطمئن نه وه اونه دی ، کله چه د حدیبیی په تړون کی پیغمبر علیه السلام د رسول الله کلمه ولیکله ، نو د مشرکانو استازی ، عمرو بن سهیل اعتراض وکړ او ویی ویل چه محمد ولیکه ، که مونږ پدی باور وای چه ته رسول الله یی نو بیا به مو درسره اصلا مخالفت نه کاوه ، نو پیغمبر علیه السلام هم هماغسی وکړل چه هغه غوښتل ، نوآیا اوس څوک ویلی شی چه د مکی په مشرکانو تر هغی وخته پوری حجت نه وو قائم شوی ؟

( د اتمام حجت موضوع هم د غامدی د فکر محوری ټکی دی چه پدی به هم پوره بحث په خپل ځای کی راشی ان شاء الله تعالی .)

دوهم دا چه : دغه سړی دلته په خپلو خبرو کی متناقض ښکاری ، ځکه له یوی خو وایی چه پرته له قرآن او متواتر سنت ددین بل هیڅ مصدر نشته ، او احاد حدیث د دین د مصدر په توګه نه منی ، خو دلته بیا وایی چه هر هغه څوک چه د حدیث په صحت مطمئن شی نو بیا یی پر هغه منل لازم دی .

خو دا په حقیقت کی تناقض ندی بلکه هغه وایی چه : زه یوازی د متواترو حدیثو په صحت باور لرم نه پر آحادو ، نو ځکه نن سبا د احاد حدیثو په منلو نه زه او نه بل څوک ملزم دی .

او که دا اومنو چه غامدی پدی باور دی چه کیدای شی نن سبا هم څوک پدی مطمئن شی چه احاد صحیح اوثابت احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول یا فعل اویا تقریر دی نو پری لازم دی چه عمل پری وکړی :

دلته بله خورا ستره ستونزه مطرح کیږی ،

او هغه دا چه لمړی خو هغه څوک چه پدی باور ندی چه احاد صحیح او ثابت احادیث د رسول الله صلی لله علیه وسلم څخه نه دی هغه دمسلمانانو د عمومی شمیر په نسبت هیڅ په شمار کی نه راځی ، بلکه ټول مسلمانان - که عوام دی او که علماء‌ - هغوی پدی باور لری چه دغه احادیث د رسول الله صلی الله علیه څخه دی ، چه  د شریعت بی شمیره احکام پری ولاړ دی او عمل پری لازم ګڼی ، سره ددی چه دغه احادیث که د اکثره علماوو په نزد کی غالب ګومان افاده کوی ، خو په شریعت کی غالب ګومان د یقین ځای لری ، ځکه چه یقینی احکام ډیر کم دی .

لنډه یی دا- لکه چه ما مخکی هم وار وار ویلی دی - چه په عملی تواتر باندي یوازی هغه احکام ثابتیدلای شی چه هغه ښکاره اعمال وی او مسلمانان یی عملا په خپل ژوند کی ترسره کوی او د یو نسل څخه بل ته په عملی توګه انتقال کیږی چه دا ډیر محدود احکام دی ، او نور ټول نظری احکام دی چه غوڅ اکثریت برخه یی په احاد احادیثو ثابت شوی دی .

نو اوس به کوم مسلمان دا جرات وکړی چه ووایی زه ددی ټولو آحاد آدیثو د یو په منلو هم ملزم نه یم؟!

او که څوک دا جسارت وکړی چه پر ما یی منل لازم ندی ، نو څوک به پدی کی اختلاف وکړی چه دغه سړی د احادیثو څخه منکر دی ؟

او څوک به پدی کی شک وکړی چه په احادو احادیثو عمل نه کول په حقیقت کی د بی شمیره دینی احکامو له پامه غورځول دی ؟!

چه داسی دین ته بیا د اسلام نه بلکه د بل شی نوم ورکول پکار دی .

او بله دا چه - لکه څرنګه چه یی پورته یادونه وشوه - همدغه احاد احادیث د شریعت اساسی برخه جوړوی ، نو که دا فرض کړو چه د غامدی شاګردان بله ورز - خدای مه کړه - د امت نیمایی شول ، نو هلته به د ټولنی نیمایی خلک وایی چه زه د شریعت دغه احکام منم ، او د غامدی پیروان به ویی چه زه یی نه منم ، نو بیا به څه کیږی ؟ قضایی او حقوقی پریکړی به پر کوم اساس کیږی ؟ د کورنی ژوند په اړه پریکړی به په کوم اساس کیږی ؟ معاملات او عقود به پر کوم اساس کیږی ؟ حدود او تعزیرات به کوم ځای ولری ؟

لا جرم چه ددی اشکال نه د وتلو لار به همدا وی چه : پدی موضوعاتو کی به شریعت نه دخیلوو ځکه چه بیا په ټولنه کی تشنج اواختلاف راځی ، بلکه پدی اړه به خلک د خپلو ګټو پر اساس خپل وضعی قوانین جوړوی ، هغه قوانین او احکام چه هغی ته اسلام د طاغوت او جاهلیت حکم ویلی دی : ( أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ) . ( أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِما أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَما أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلالاً بَعِيداً)

آیا دا هماغه سیکولریزم دی او که کوم بل شی ؟

نو غامدی صاحب مو ولی بیرته د جاهلیت او طاغوت حکم ته بیا یی ؟

د مسلمانانو نه مخکی دی لږ په خپل حال رحم وکړه چه سبا به رب العالمین ته څه ځواب ورکوی ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک