ناقصات عقل یعنی څه ؟
عمر عماد
نن سبا د اسلام دښمنان او یا د حدیثو منکران په هغه متفق علیه حدیث ملنډی وهی چه ښځو ته پکی ناقصات العقل ویل شوی دی . دغه خلک چه هر وخت کومه ښځه په علمی او یا د ژوند په کوم بل ډګر کی بریالئ اومومی نو هغه د رسول الله الله صلی الله علیه وسلم په نبوت او یا د احادیثو په صحت کی د شک په موخه د بیلګی په توګه وړاندی کوی
دغه خلک اصلا د عقل او عقلمندئ او عاقل د معنی په پوهیدلو کی ستونزه لری .
که ددوی نه پوښتنه وکړو چه عقل څه ته وایی ؟
آیا عقل همدی ته وایی چه یو متعلم دی د ډیری مدی لپاره د ورځی شل ساعته مطالعه وکړی او امتحان ته دی تیاری ونیسی او بیا دی اول نمره شی ؟ او یا دی کومه ښځه شپه او ورز زیار اوباسی او بیا د نوبل جائزه تر لاسه کړی ؟
که داسی وی نو بیا به هغه کسان کم عقله وی چه د ښوونځی په مرحله او خپلو درسونو کی ډیر پڅ وه ، خو د ژوند په چارو کی د ډیرو اول نمره ګانو څخه بریالی دی . او هغه اول نمره ګان به کم عقله وی چه ډیر کم تعلیمه یی تر سینه تږی بیایی او بیرته یی هماغسی تږی راولی . مونږ هر یو کیدای شی چه په خپلو سترګو داوړه ډوله خلک لیدلی وی .
مونږ اوتاسی عقلمن هوښیار او زیرک انسان ته وایو ، ولو که هیڅ تعلیم یی هم نه وی کړی او یا یی په تعلیم اوزده کړه کی د پام وړ بریالیتوب نه وی په برخه شوی ، ځکه چه بریالیتوب او یا ناکامی د عقل برسیره نور ګڼ شمیر عوامل هم لری .
.......
اوس به راشو اصلی مطلب ته ، او هغه دا چه :
آیا په حدیث شریف کی د عقل او د عقل د نیمګړتیا څخه مراد څه دی ؟
ما ددی حدیث په اړه د دیرو زیاتو پخوانیو او اوسنیو اهل نظر کسانو خبری لوستی دی ، اوخپله می هم ډیر فکر پکی کړی دی ، او په اخر کی می په دوه رایو زړه اوبه څښلی دی ، چه :
- یوه یی : د هغو علماوو رایه ده چه وایی ښځه یوازی او یوازی په همدی یو شی کی د نارینه وو په پرتله ناقصه ده چه هغه : په ځینی مسائلو کی د ګواهئ لپاره ددوه ښځو اړتیا ، تر څو یوه د بلی سره د ګواهئ د پیښی په یادولو کی مرسته وکړی .
- او بله رایه چه ما ته د منلو وړ ده هغه دا چه دلته عقل د عاطفی په مقابل کی یاد شوی دی ، پدی معنی چه په نارینه وو باندی عادتا تعقل د عقل او فکر کارول د عاطفی په نسبت غالب وی ، او په ښځو ښځو باندی بیا عاطفه د تعقل په نسبت غالبه وی ، نو په همدغه اعتبار ویلی شو چه د ښځی تعقل د نر په پرتله کم ، او د نارینه عاطفة د ښځی په پرتله کمه ده ، چه په دواړو کی د الله تعالی ستر حکمت پروت دی .
...... ............................
هغه څه چه دغه رایه تقویه کوی هغه دا چه : د عقل کلمه د اسم په صیغه په قرآن مجید کی نده راغلی بلکه د عقل پر ځای د هغه مرادفات –د جمع اومفرد په صیغه - راغلی دی لکه : اللُب ، النُّهى ، حِجْر ، أحلام ، او هم یوازی په همدی حدیث او یو یا یو څو نورو نه چندان قوی احادیثو کی راغلی ده ، بلکه په شرعی نصوصو کی همیشه د فعل صیغه استعمال شوی ده ، چه هغه هماغه د تعقل عقل کارولو او فکر کولو معنی لری .
د عقل لغت په عربی ژبه کی څو معناګانی لری ، او ډیر علماء او د حدیثو شراح وایی چه دلته عقل د هغه په یوه لغوی معنی استعمال شوی دی ، چه هغه : په چارو کی تثبت اوتحقق دی . د عربی په نامتو قاموس لسان العرب کی د عقل د معنی د بیانولو په ترڅ کی راځی چه : والعَقْلُ: التَّثَبُّت فِي الأُمور. عقل په چارو کی تثبت ته وایی .
له همدی ځایه ده چه د حدیثو شراح دا نه منی چه دلته عقل د هغه په اصطلاحی معنی یعنی د جنون او لیونتوب ضد استعمال شوی دی ، بلکه وایی چه عقل د هغه په هماغی یوی لغوی معنی استعمال شوی دی . د بیلګی په توګه أبو العباس القرطبي په خپل المفهم شرح صحيح مسلم كتاب كي وايي : والعقلُ الذي نُقِصَهُ النساء: هو التثبُّتُ في الأمور، والتحقيقُ فيها، والبلوغُ فيها إلى غاية الكمال، وهُنَّ في ذلك غالبًا بخلافِ الرجال... إلخ . هغه عقل چه د ښځو ناقص دی هغه عبارت دی په چارو کی د تثبت او تحقق ، او پدی کار کی د کمال تر کچه رسیدلو څخه ، چه ښځی پدی کار کی – غالبا – د نارینه وو برعکس وی . همدا راز شیخ الاسلام ابن تیمیة هم دی ته نږدی خبره کوی او د دی حدیث په تړاو وایی چه : العقل مصدر عقل يعقل عقلا إذا ضبط وأمسك ما يعلمه.
وضبط المرأة وإمساكها لما تعلمه أضعف من ضبط الرجل وإمساكه .
او هغه څه چه ددغی رایی تایید کوی هغه دا چه عقل ته په عربی ژبه کی اللُّب هم ويل كيږی. او د حدیث په لفظ کی راځی چه ما رایت من ناقصات عقل ودین اذهب للب الرجل العاقل منکن نو که دلته عقل د لب په معنی راغلی وی نو د حدیث معنی دا شوه چه : ما ستاسی نه ډیری هغه کم عقلی نه دی لیدلی کومی چه د حازم حکیم او كلك عزم والا سړی عقل وړی . نو دا څرنګه کیدلای شی چه ښځه دی خپله کم عقله وی او په عین وخت کی دی د حکیم ، مدبر او عقلمن سړی عقل یوسی ؟!
دا له یوی خوا ، او له بلی خوا په قرآن مجید – او تحدیدا په سورت یوسف – کی څو ځایه د هغه ښځو کید یعنی چل ، فریب ، مکر او دسیسه یاده شوی ده ، بلکه په یو ځای کی خو راغلی دی چه إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ، چه دا کار هم په عقل کیږی ، نه په کم عقلئ.
د پورتنیو ټکو څخه دا حقیقت جوته کیږی چه دلته د ناقص العقله ټکی د کم عقلئ ، ساده ګئ ، اوحماقت په معنی ندی راغلی - لکه څرنګه چه زمونږ په ژبه کی استعمالیږی ، او ستر دلیل یی دا دی چه دلته د ښځی او نر ګواهی د عقل د نقصان د بیلګی په توګه یاده شوی ده چه هغه په کم عقلئ پوری هیڅ اړه نه لی ، او نه شریعت د کم عقل او زیرک په ګواهئ کی توپری کړی دی.
بلکه په حدیث کی دعقل نقصان په امورو کی د تثبت او ضبط د کمئ معنی لری ، او مونږاوتاسی عملا ګورو چه ډیری ښځی پدی کار کی د سړیو په څیر نه دی ، لکه وړاندی چه یی یادونه وشوه .
دغه رایه په پای کی هماغی دوهمی رایی ته ورګرځی ، ځکه چه په امورو کی سنجش ، ضبط ، تثبت او تحقق د عقل دنده ده نه د عاطفی اوتاثر.اوله همدی ځایه ده چه په ګواهئ کی ددوه ښځو ګډون شرط ګڼل شوی دی . چه په دی توګه اوله اودوهمه رایه هم سره یوځای کیږی . یعنی : ښځی پدی ناقص العقله دی چه په ځینی مسائلو کی ددوه ښځو ګواهی شرط ده ، او دا ځکه چه په هغوی باندی د نارینه وو په پرتله د تعقل سنجش او تحقق او ضبطولو پر ځای عادتا عاطفه او د احداثو سره سر سری چلند غالبه وی .
لنډه یی دا چه :
- پدی حدیث کی نه په مطلقه توګه د ښځو د عقل نیمګړتیا اونقص مراد دی او نه هم د ښځو کوم ډول سپکاوی پکی شوی دی ، بلکه د هغوی طبیعی او فطری حالت بیان شوی دی .
نه یوازی دا ، بلکه په حدیث کی د ښځو د تعقل ضمنی ستاینه د هغوی د طبیعت په بل اړخ کی شوی ده ، اوهغه دا چه هغوی په خپل لباقت او ظرافت او زیرکتیا سره کولای شی چه د ډیر حازم سړی عقل هم شنډ کړی ، لکه امام ابو العباس قرطبی چه ویلی دی .
هو ، دا بیخی لیری ښکاری چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی ښځو ته داسی خبره وکړی چه د هغوی سپکاوی دی په کی نغښتی وی . دا لا څه چه دغه سپکاوی دی د اختر په ورز لمونځ ته راغلو ښځو ته وکړی ، والعیاذ بالله .
- او ددی خبری یادول هم خورا اړین دی چه دغه پرتله د ښځو او نارینه وو د جنس په اعتبار ده ، او ددی هیڅ خنډ نشته چه ځینی ښځی دی د ډیرو سړیو څخه عقلمندی وی، بلکه کیدای شی چه ډیر سړی د ښځو نه هم ډیر عاطفی او کم عقله، او ډیری ښځی د سړیو نه هم زیات د فکر او عقل څخه کار واخلی .
نو بنا پر دی ، هغه څوک چه په حدیث شریف کی ښځی په ناقص العقله ستایل د هغوی سپکاوی ګڼی ، او یا کله ناکله په ځینی کارو کی د ښځی فوقیت د حدیث تکذیب ګڼی هغوی په حقیقت کی په خپله ناقص العقله دی چه د حدیث په کره معنی نه پوهیږی .
هذا ما بدا لي ، والله تعالى أعلم بالصواب .
