ديني او اسلامي ليکنې
تکبیرونه
امام ابو حنیفة رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې د کوفې او نورو ځایونو خلک دې د ذوالحجې لسو کې په ښارونو او جوماتونو کې تکبیرونه وایي؟ هغه ورته وویل: هو، وایي به یې. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق وحاشية الشلبي (1/ 224)
امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله وایي: زموږ د مشایخو له نظره باید د ذوالحجې لسو کې په ښارونو کې هم تکبیرونه وویل شي. داراز عام خلک باید له تکبیرونو منعه نه شي. او په دې زموږ عمل دی. البحر الرائق شرح كنز الدقائق (2/ 179)الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (2/ 180)
...
نور ولوله
حج الاکبر او حج الاصغر
قال الله تبارک وتعالی: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ.(البقره :۱۹۶)
ژباړه: او حج او عمره دالله لپ...
نور ولوله
قرباني - لومړی درس
قال الله تبارک وتعالی:(فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ :نو وکوه خپل رب ته دي ،لمونځ او قرباني.)
قال الله تبارک وتعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.(الانعام :۱۶۲)
ژباړه: ووایه! بې شکه چې لمونځ مي،قرباني مي، ژوند مي او مرګ مي دعالمیانو رب ته دي.
قرباني کول عبادت دی او عبادت پرته له الله (جل جلاله ) نه بل چاته روا نه دی.
قرباني به په ځانګړي توګه دالله سبحانه وتعالی درضأ لپاره وي.
دقرباني شرعي حیسیئت
دقرباني په شرعي حیثیئت کې اختلاف دی ، څوک ئې واجب او څوک ئې موکد سنت بولي چې تفصیل به ئې وروسته درسو...
نور ولوله
حج ، کنگره سالانه و بین المللی مسلمانان - قسمت سوم
در ادامه گذشته
7- بعد انقلابی کنگره حج :
اسلام آمد تا یک انقلاب فراگیر در برابر همه ای آن جعل و تحریف و تغییر و تبدیل و تقلب که کاهنان ، راهبان ، مشرکین و بت پرستان در شریعت های گذشته الهی ایجاد نموده بودند و همچنین در برابر آن عادات و رواج های ناپسند که بشریت در ساختار زندگی خود شکل داده بود ، مانند گوشه گیری از دنیا در نزد راهبان مسیحی و یا طغیان ، بغاوت ، سرکشی و استکبار که یهود بر ملت های دیگر تمرین می نمودند و یا پریشانی و سرگردانی میان بندگی چند خدا که مشرکین ، بت پرستان و عرب ها در جاهلیت خود با آن زندگی می کردند ، برپا کند .
به همین خاطر است که می بینیم اسلام برای فرزندان خود ، در اوقات معین ،...
نور ولوله
د ملحدینو شکونه او شبهې ناپوه او تش ذهنه خلکو ته خطرناکې دي
شک او شبهه د انسان پر زړه ډېره اغېز کوي او ان عقل یې اغوا کوي او تښتوي، لکه علامة الذهبي دا خبره په دې جمله تعبیرلې ده (الشُّبَه خَطّافَة) خصوصا عقیدوي او ګروهي مسائلو کې شکوک او شبهات ډېر مؤثر او اغېزمن دي، په ځانګړې توګه پر ځوانانو او تشذهنه خلکو خورا بدې اغېزې شندې، ډېر ژر یې تر اغېز لاندې راولي او خامخا بدې پایلې ورته لری. په دې اړه لومړی شرعي حکم او لارښوونې راخلو او وروسته د سلفو ویناوې او سپارښتنې ورپورې نښلوو.
الله جل جلاله رسول الله ﷺ ته هدایت او لارښوونه کوي او ورته فرمایي: اې محمده! کله چې ته هغه خلك وینې چي زموږ په ايتونو کښي نقطې لټوي، نو د هغو له څنګه پاڅېږه، تر دې پوري چي هغوى دا بحثونه پرېږدي، په نورو خبرو پېل وکړي. او كه كله شيطان تا په هېره کښي ...
نور ولوله
زندگی نامه امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله
ن عزیزی
امام اعظم ابوحنیفة(رض) یکی ازشخصیت های بزرگ ونامی جهان اسلام است که شهرت جهانی داشته ومقتدا وپیشوای تقریبانیمی ازمسلمانان کره خاکی بوده ودراکثرکشورهای اسلامی؛مذهب حنفی مرجع قوانین معمول ومروج درعرصه های جزائی،حقوقی،معاملات،جنایات و..مییاشد.
معرفی شخصیت وکارنامه های علمی وخدمات بیش ازحد امام وشاگردان وی چیزی نیست که دریک مقاله ویایک کتاب ویاکتاب هائی بگننجد؛لذاما دراین مقاله گوشه ای اززندگینامه این شخصیت قابل افتخارجهان اسلام را مختصرا موردکنکاش وتوجه قرارمیدهیم،ودراین بحث کوتاه این مطالب گنجانیده شده است:
1- اسم ونسب امام؛که شامل:تولد،دوران صباوت اومیشود.
...
نور ولوله
د الحاد اهداف
بسم الله الرحمن الرحیم
هر کله چې موږ د الحاد تصورات وګورو نو مستقيما دا خبر ذهن کې راګرځي چې د الحاد اصل هدف څه دی ؟ بلکه تر ټولو اول دا سوال مهم دی چې الحاد پخپله خپرېږي او که د نورو انسانانو له اړخه اجباري تقويه کېږي ، که چېرې الحاد پخپله خپرېږي نو معنا دا چې الحاد په خپل ذات کې يو دسې شعوري قوت لري چې هر دين باندې برلاسی کېدلای شي ، دويمه دا چې د نورو خلکو له اړخه د خاصو اهدافو لپاره تقويه کېږي ، هر کله چې موږ انساني تاريخ او خصوصاً د الحاد تصورات وګورو نو الحاد له هميشه راهيسې په ډېر کمزوري موقف ګې پاتې شوی ، له نن نه درې زره کاله مخکې په يونان کې ملحدين پيدا شول ، تقريبا شپږ سوه کاله مسلسل په لوړه کچه ملحد فلاسفه پيدا شول خو په دې ونه توانېدل چې د هغه ځای د خلکو مشرکانه او په توهماتو ولاړ افکار بدل کړي ، ت...
نور ولوله
د قرآن مجید د علمی اعجاز بله بیلګه
عمر عماد
نن می د الجزیره نټ په سایټ کی یوه مقاله ولوستله چه په (13/6/2021) تاریخ خپره شوی اوداسی پکی راغلی دی :
په بریتانیا کی یوه میاشتنیزه ((Monthly Notices) ده چه د بریتانیا د شاهی فلکی ټولنی (The Royal Astronomical Society)له خوا خپریږی ، ددغی میاشتنیزی په راتلونکی ګڼه کی به د یوی علمی څیړنی پایلی خپری شی ،چه د هغی په یوه برخه می داسی راځی :
د څیړونکو یوی نړیوالی ډلی په ټوله نړئ کی د توری مادی(Dark matter) د توزیع نقشه جوړه کړه تر څو د توری مادی د خپریدلو او تمرکز ځیونه پکی څرګند شی .
اوتمه کیږی چه دغه نقشه به د ف...
نور ولوله
قران کریم کى ځوانانو ته کتنه
* د مبارز ځوان تذکره ابراهيم عليه السلام هغه څوك وو چى په تنها ځان يې د يو قوي طاغوتي نظام سره يى د ټکر کولو اراده وکړه، حتى خپل پلار ته يې هم مخامخ د ګمراه خطاب اوکړو!!!
* د يو صبرناک ځوان مثال اسماعيل عليه السلام ذکر کوي چى د ځوانئ په درشل کى ٶ، دی خپل رب دی رضا کولو د یوی عظیمی قربانۍ په خاطریې چاقو ته خپله غاړه کيښوده،!!!
* د يو باعفته ځوان مثال يوسف عليه السلام ذکر کوي چى د هوس او خواهش د اوج په مرحله کى يې خپل عفت ثابت کړو، پداسى حال کى چى بى واده هم دى مسافر هم دى ښځه هم د منصب او جمال والا ده، غوښتنه هم د ښځې لخوا پداسى حال کى ترسره شوى چى دروازى بندې دي او د زندان تهديد هم...
نور ولوله
دلچسپه کېسه؛ نېک ملګری د الله نعمت دی
د سعودي عربستان تبوک ښار کې یوه شتمن ته له ریاض نه د هغه یو ملګری ورغی، ملګري ته له مېلمستیا ورکولو وروسته یې هغه ته وویل: راځه زما شتمنۍ او جایدادونه درباندې وګورم، لنډه دا چې دی او ملګری یې له کوره ووتل، د ده پر ځمکو، ودانیو او دکانونو راوګرځیدل او بېرته د کور لور ته راستانه شول.
کله چې بېرته راستنیدل لاره کې یې ملګري ته وویل: زما شتمنۍ خو دې ولیدلې څنګه دي؟ ملګري یې ورته وویل: ما خو ستا هیڅ ونه لیدل؟! سړی د ملګري په خبره هک حیران شو چې په شتمنیو یې له دومره اوږده چکر وروسته څنګه هیڅ شی نه دې لیدلي! ملګري یې ورته وویل: دا څه چې ما ولیدل دا ستا نه، بلکې ستا د وارثانو دي! دا د فخر شی نه دي او نه تا ته ګټه رسوي.
&...
نور ولوله
لمونځ روحي درملنه
که څوک په معمولي خبره دستې غوسه کېږي، عام حالت یې متوازن او نارمل نه یي، ډېر خپه کېږي، چټي چروتونو او فکرونو سرګردانه کړی یي؛ علاج یې دا دی چې لمونځ دې منظم کړي، پخپلو وختونو کې دې په جمعه سره کوي، په سنت طریقه او پوره عاجزي سره. دا زما خبره قراني نسخه او علاج ده. لاندې په دې اړه څو ایتونه په غور ولولئ.
انسان كم حوصله پيدا کړل شوى دى؛ كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي؛ او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛ خو هغه كسان (له دې نیمګړتیا څخه ژغورل شويدي) چي لمونځ كوونكي دي. إِنَّ الْإِنسٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا. إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا. وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا. إِلَّا الْمُصَلِّينَ. [سُوۡرَةُ المعَارج...
نور ولوله
د یو ملحد سره بنډار
عمر عماد
وړمه ورز ما د یو ملحد سره خبری کولی ، چه یو بل پکی راودنګل ،نو زنګ می ورته ووهلو ، او هغه هم زنګ پورته کړ او بحث ته حاضر شو .
ځوان په شخصی انداز خوش خلقه وو ، خو ددین په اړه لهجه یی د نورو ملحدینو نه چندان توپیر نه درلوده .
نن هغه ځمونږ د بیګانیو خبرو یادونی کړی ، او ما هم ځان اړ ولید چه ځواب ورکړم . او اوس یی په مستقل پوست کی جریان د درنو لوستونکو سره شریک کړم :
..............
هو ، زه هم ستاسي سره بحث کولو ته ليواله ووم ، او فعلا خوښ شوم چه تاسي مي ځنګ ته ځواب راکړ....
ما غوښتل...
نور ولوله
د فطر صدقې ( سرسايې ) حکم ، نصاب او اندازه
د فطر د صدقې معنی :
د فطر لغوي معنی ده روژه ماتول او د فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه او په اصطلاح کې د فطر له صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژی د مبارکې مياشتې په ختميدو او روژی ماتولو باندې ورکول کيږي .
د فطر د صدقی حکمت او ګټی :
اول دا چې کله مسلمان د رمضان روژه ونيسي نو دده په زړه کې خوشحالي او د الله (جل جلاله) د شکر جذبه پيدا شي چه شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي .
دوهم دا چه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانې شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي...
نور ولوله
د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې؟
خو له ډېرې مطالعې او د محققینو له لیکنو وروسته راته جوته شوه چې دا کیسه ولې احسن القصص ده، که غواړئ په همدې راز پوه شئ دا لیکنه ولولئ.
د یوسف علیه السلام نه مننه
۱—یوسفه، له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې ځینې خلک له موږ سره کینه زموږ د عیبونو له امله نه بلکې زموږ د ښېګڼو له امله کوي، تاسره یې ځکه کینه وکړه چې ته ښکلی او خوږ وې، د دوی په څېر نه وې،او څوک نه غواړي چې عیبونه دې یاد شي
2- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله انسان له هغه ځایه ویشتل کیږې چې هیڅ توقع یې نه لرې، ته که له شرمخ نه وساتل شوې نو له وروڼو ونه ساتل شوې!
3- دا مې ترې زده کړل چې زه باید ټولو ته ...
نور ولوله
پر امام شافعي د تهمت کیسه
یو وخت امام الشافعي رحمه الله د خپلوشاګردانوپه منځ کې ناست و، یوه ځوانه مېرمن ورته راغله او ورته ویې ویل : اې د شپې زاني او د ورځې واعظ شیخه ...!
د امام شاګردان هک حیران شول چې دا څه کیسه ده! امام الشافعي خپلو شاګردانو ته وویل : ما د خورما په څېر وشمېرئ، چی د کار شی یې خوړل کیژي او بېکاره یې غورځول کیژي . د امام د شاګردانو حیرانتیا اوغوسه زیاتیدله، په دې وخت کې یوکس راغی اوښځې ته یې وویل چې کور دې اور واخیست . امام رحمه الله سره له شاګردانو ټول د ښځې د کور پر لور روان شول . هلته چې ورغلل د ښڅې واړه زامن په اور کې ایسار وو . امام الشافعي پخپله د اور له منځه ماشومان را وایستل اوخبره په خیر ختمه شوه . په دې سره ښځې د خلکو په منځ کې اعتراف وکړ...
نور ولوله
